افغانستانپاکستانمهم خبرونه

دانګور اډې دروازه په څلورمه ورځ هم تړلې ده،تاجرانو ته دکروړونو روپو زيان اوړي

دانګور اډې دروازه په څلورمه ورځ هم تړلې ده،تاجرانو ته دکروړونو روپو زيان اوړي

 دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان پاک افغان پولې  انګور اډه دروازه دتيرو څلورو ورځو راهسې تړلې ده چې له امله يې  دپاکستان او افغانستان ترمينځ  تجارتي هلې ځلې  اغيزمنې دي او دپولې دواړې غاړو ته  دسلګونو په شمير کې ټرکونو کې  دکروړونو روپو موجوده سبزي او ميوه دسختې ګرمۍ له امله ضايع کيږي.

دتجارتي اتحاديې دذمه وارانو له مخې  دپولې دواړو اړخو ته دخوراک څښاک دڅيزونو، ميوو او سبزيو څخه ډک په سلګونو ټرکونه ولاړ دي  کوم چې دسختې ګرمۍ  له امله ضايع کيږي  او ورسره تاجرانو ته دکروړونو روپو تاوان رسيږي.

 وحدت نيوز سره په خبرو کې  دانګور اډې پورې او راپورې ابادو قبايلو او کاروباري شخصياتو له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې  دتاوان دمخنيوي لپاره دې  په سملاسي توګه  دانګور اډې دروازه دتګ راتګ لپاره پرانستل شي.

 دسرچينو وينا ده چې پاک افغان پوله دامنيتي انديښنو  په نظر کې نيولو سره تړل شوې ده او کله چې  په دې اړه هر څه په ډاګه شي نو بيا به پوله پرانستل کيږي.

 دسيمه ييزو تاجرانو وينا ده چې دپاک افغان انګوره اډې ګيټ تړل کيدو له امله دروزانه په اساس  دبيلا بيلو څيزونو ددرامد او برامد په مد کې دکروړونو روپو زيان کيږي.

دانګور اډې دروازه وروستو له هغې تړل شوې چې څلور ورځې دمخه  پاکستاني طالبانو  په جنوبي وزيرستان کې دافغانستان پولې ته نزدې دسراکنډ په سيمه دزيبا غره سره نزدې دشپې په تياره کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې له امله يې  دميجر شجاعت په ګډون دوه عسکر شهيدان شوي او دوه عسکر ژوبل شوي وؤ.

 په ځوابي عملياتو کې په ګڼ شمير کې بريدکوونکو دوژل کيدو خبر هم ترلاسه شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button