مهم خبرونهنړۍ

اسرايلي پوليسو په الاقصي جومات بريد کړى،152 فلسطينيان ژوبل

اسرايلي پوليسو په الاقصي جومات بريد کړى،152 فلسطينيان ژوبل

الجزيره نن دجمعې په ورځ  پخپل يو راپور کې  ليکلي  اسرايلي پوليسو مقبوضه ختيځ يروشلم کې  په الاقصي  جومات  بريد کړى او دروغتيايي  چارواکو له مخې   له دې وروستو په رامينحته شوي تشدد کې لږ ترلږه 152 فلسطينيان ژوبل شويدي.

  دجومات چلوونکي اسلامي وقف له مخې اسرايلي پوليس دغلته  دجمعې دورځې دسحر کيدو څخه دمخه  په داسې حال کې داخل شوي چې  دزرګونو په شمير کې نمونځ ګزار  دسحر دنمونځ لپاره راټول شول.

په راپور کې ويل شويدي چې په انټرنيټ خپرولو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې فلسطينيان  په اسرايلي پوليسو کاني وروي او پوليس په هغوي داوښکو بهيونکى ګاز او سټن لاسي بمونه غورځوي،همدغه راز په نورو ويډيو ګانو کې ښکاري چې نمونځ ګزار داوښکو بهيونکي ګاز څخه بچ کيدو لپاره  په جومات کې دځانونو بچ کولو هڅه کوي.

 دفلسطيني سره صليب بيړنيو خدماتو وينا ده هغوي  اکثريتي ژوبل شوي کسان روغتون ته رسولي دي، دوقف وينا ده چې دپېښې په ځايې کې يو ساتونکى په سترګه دربړ په ګوله ويشتل شويدى.

دفلسطيني سره صليب وينا ده چې اسرايلي ځواکونو جومات ته دايمبولينسونو او روغتيايي عملې دورسيدو مخه نيولې وه، دفلسطيني ميډيا له مخې  دلسګونو په شمير کې  نمونځ ګزار  دودانۍ دننه ګير دي.

 داسرايلي پوليس ځواکونو وينا ده چې هغوي دتاوتريخوالي په وروستۍ پېښه کې لږ ترلږه 300 فلسطينيان نيولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button