پاکستانمهم خبرونهنړۍ

دلانجمن ګواښ ليک په اړه امريکا دپاکستان دپوځ دوياند له بيان سره اتفاق کوي

دلانجمن ګواښ ليک په اړه امريکا دپاکستان دپوځ دوياند له بيان سره اتفاق کوي

  دامريکا حکومت  دجمعې په ورځ دپاکستاني پوځ دوياند دلانجمن ” ګواښ ليک ” په اړه بيان سره اتفاق کړيدى او دپخواني وزيراعظم عمران خان  هاغه تورونه يې يوځل بيا رد کړي چې ګنې امريکا دهغه حکومت  دسازش دلارې لرې کړيدى.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار  يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سپيناوى کړى و چې تيره مياشت   دملي امنيت دکميټې  په غونډه کې دسازش تورى نه و کارول شوى.

دملي امنيت دکميټې غونډه تيره مياشت  پخواني وزيراعظم عمران خان رابللې وه، چاچې تور لګولى و چې  دامريکا حکومت دهغه په ضد په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو له لوري دراوړل شوي  دبې باورۍ  په تحريک   کې  لاس لري.

ديادونې وړ ده چې پخواني وزيراعظم عمران خان، چې دتيراتوار په ورځ دبې باورۍ دووټ دلارې يې حکومت ختم شوى و، دمارچ په 27مه نېټه يې په اسلام اباد کې  له جيب څخه يو خط راويستلى و او تور يې پورې کړى و چې دامريکا له لوري  دهغه حکومت ته ګواښ شوى او مخالف ګوندونه په دغه سازش کې شامل دي.

نن دجمعې په ورځ ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال  دامريکا دخارجه محکمې وياند نيډ پرايس يوځل بيا دعمران خان تورونه رد کړل او وې ويل دامريکا حکومت دپاکستاني پوځ دوياند دبيان سره اتفاق کوي.

نيډ پرايس وويل “زمونږ پيغام په دې ډير په ډاګه دى چې  کوم تورونه پورې کړى شوي  په هغې کې هيڅ حقيقت نشته”

هغه وويل” مونږ دبشري حقونو لپاره ددرناوي په ګډون  دپرامنه  اييني او جمهوري اصولو دسرلوړۍ ملاتړ کوو”

دهغه وينا وه ” مونږ په پاکستان او په نړۍ کې هرچرته چې وي، په يو سياسي ګوند بل ته ترجيح نه ورکوو”

دهغه وينا وه”  مونږ دقانون دواکمنۍ لاندې  دپراخه اصولو او دقانون لاندې ديو شان انصاف ملاتړ کوو”

دپاک پوځ دوياند ميجر جر جنرال بابر افتخار دهاغه مطبوعاتي کانفرنس چې پکې هغه دسازش دتوري کارول رد کړي، دخارجه محکمې وياند وويل ” مونږ ددې سره اتفاق کوو”

نيډ پرايس   دپاکستان نوي وزيراعظم شهبازشريف ته دپاکستان په وزيراعظم جوړيدو مبارکي هم وويله او ژمنه يې وکړه چې دپاکستان دنوي حکومت سره به  کار کوي.

دپاکستان او امريکا ترمينځ    ددوه اړخيزه اړيکو په اړه نيډ پرايس وويل  دپاکستان او امريکا ترمينځ  دتيرو 75 کلونو راهسې  اړيکې مهمې پاتې شوي، مونږ په پاکستان او په پراخه سيمه کې  دسولې  او خوشحالۍ  خورولو لپاره دپاکستان  دحکومت سره  کار کولو  ته سترګې په لار يو.

يوه ورځه دمخه دامريکا دبهرنيو چارو وزير  انټوني بلنکن هم شهبازشريف ته دپاکستان په وزيراعظم جوړيدو مبارکي ويلې وه.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button