پاکستانمهم خبرونه

دبجلۍ نرخونو کې ديونټ پسر د4 روپو او 85 پېسو اضافه

دبجلۍ نرخونو کې ديونټ پسر د4 روپو او 85 پېسو اضافه

دبجلۍ په نرخونو کې  دڅلورو روپو او 85 پېسېو ديونټ پسر اضافه شوې ده.

دغه اضافه  دمياشتې دتيلو دايډجسټمنټ په مد کې شوې ده او اطلاق به يې په روانه مياشت کې کيږي.

 نيپرا دبجلۍ نرخونو کې داضافې باضابطه نوټيفيکيشن جاري کړيدى دکوم له مخې چې دبجلۍ په نرخونو کې اضافې ديوې مياشتې لپاره شوې ده.

بل اړخ ته دپېښور خلکو دبجلۍ په نرخونو کې  په يوځل بيا اضافه دافسوس څرګندونه کړې او  دنوي حکومت څخه يې غوښتنه کړې ده  دبجلۍ په نرخونو کې اضافه بيرته واخلي.

 دپېښور په خېبربازار کې دمعراج خان په نوم يو مزدور څخه چې کله وحدت نيوز پوښتنه وکړه نو هغه وويل “څه به ووايو، په ملک کې  دمخکې نه ګراني ده، تاسو خو وينئ، دا نوى حکومت چې راغلو مونږ ويل دوي خو به هر څه نه ګرانوي، خو  داسې ښکاري چې دوي هم دعمران خان دحکومت پشان عوامو ته څه نه ورکوي او دبجلۍ سره نور څيزونه ګرانوي، نو ددې سره خو به دعوامو مسئلې نورې هم ډيرې شي، مونږ به اخر څه کوؤ،بس دالله پاک نه مدد غواړو”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button