مهم خبرونه

دپاک پوځ په مطبوعاتي کانفرنس مخالف او حکومتي ګوندونه څه وايي؟

دپاک پوځ په مطبوعاتي کانفرنس مخالف او حکومتي ګوندونه څه وايي؟

دپاک پوځ دوياند له لوري دملي امنيت دکميټې په اعلاميه کې دسازش  دتوري دنه کارول کيدو  دخبرې وروستو په پاکستاني سياست کې يو نوى بحث پيل شوى، که يو اړخ ته   په حکومتي ايتلاف کې  شامل ګوندونه دغه بيان  دجمهوريت لپاره مهم او دمخالف ګوند تحريک انصاف دبيانيې ترديد ګڼي نو بل اړخ ته  تحريک انصاف دپاک پوځ وياند دخپل دريځ تايد ګرځوي.

دپاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تيره ورځ دپوځي وياند مطبوعاتي کانفرنس دجمهوريت لپاره “دتازه هوا چپه” ګرځولې  او ويلي يې دي چې  دجمهوريت،اساسي قانون او قانون دواکمنۍ  ملاتړ کول نه يواځې دادارې بلکې دهر پاکستاني ذمه واري ده.

بلاول بوټو زرداري پخپل يو ټويټ پيغام کې ويلي” دپارلمان، عدليې او اسټبيلشمنټ دلانجمن څخه اييني کردار په لوري راتګ به اسان نه وي او زياته کړې يې ده چې دپاکستانيانو دټولو ستونزو حل جمهوريت، جمهوريت او نور جمهوريت دى، که مونږ هم په دې لاره  تګ وکړو نو دځمکې يو طاقت هم دپاکستان دپرمختګ مخه نه شي نيولى”

 تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاک پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ويلي وو دپاک پوځ  دسياست سره هيڅ تعلق نشته  او اوس دغه خبرې ته عملي جامه اغوستل شوې ده، هغه دا هم ويلي وو چې دپاکستان بقا په جمهوريت کې ده، عدالتونه دپوځ لاندې نه دي هغوي پخپلو پريکړو کې ازاد دي، پارلمان، ستره محکمه او وسله وال پوځونه دجمهوريت  ساتونکي دي  او اوس به په هيواد کې  کومه مارشل لا نه لګي.

خو بل اړخ ته پخواني داخله وزير او دعوامي مسلم ليګ(ن) مشر شيخ رشيد ويلي  دکله راهسې چې پيدا شوى هم دا اوري چې دپوځ دسياست سره هيڅ تعلق نشته.

ددې ترڅنګ  دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو ځانګړي مرستيال بيرستر سيف ويلي  دپوځ په ضد دهررقم پروپيګنډې له مهم څخه دلاتعلقۍ څرګندونه کوي.

 په ډاګه دې وي چې دبې باورۍ دتحريک له لارې  دعمران خان دحکومت دختميدو وروستو په ټولنيزه ميډيا دپاک پوځ ، عدليې او مخالفو ګوندونو په ضد منفي مهم کې چټکتيا راغلې او تيره ورځ دپاک پوځ وياند هم منلې وه چې دپوځ په ضد منظم مهم چلولى شي.

 خو بيرستر سيف  يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويلي که چرې دهغوي کوم کارکوونکى دغه شان وکړي نو له ګوند څخه به يې وباسي او په ضد به يې قانوني اقدامات هم کوي.

هغه دعوه کړې چې دټولنيزې ميډيا دلارې پي ټي ايي ګوند بدنامولى شي او مخالف ګوندونه يې په ضد پروپيګنډه مهم چلوي.

دپخواني وزيراعظم نوازشريف لور او دمسلم ليګ(ن) مرستيالې مشرې مريم اورنګزيب پخپل يو ټويټ پيغام کې دعمران خان په مخاطب کولو سره ويلي نن دهغه دروغ بې نقابه شويدي او زياته کړې يې ده چې هغه په اقتدار پسې دنښتو لپاره خطرناکه لوبه لوبولې او دملي امنيت دکميټې پشان سنجيده فورم يې دسازشي نظرياتو لپاره کارولى.

خو دتحريک انصاف مرستيال مشر  او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي وينا ده چې دپاک پوځ وياند دسياسي مداخلت په اړه دهغوي ددريځ تايد کړيدى.

هغه ويلي دغه يو پټ دستاويز دى او دا دغه شان عام کيدل نه دي پکار،دې سره دپاکستان په نظام ساز باز کيدى شي، دمراسلې په ورځپاڼو کې خپريدل او په بازارونو کې ويشل کيدل مناسب نه دي.

دډان ورځپاڼې دراپور له مخې پېښور کې په جلسه کې  دعمران خان په وينا دتبصرې کولو په مهال دپيپلز ګوند سينيټر رضا رباني ويلي دپاکستان په ضد اصل سازش دايين لاندې دکارکوونکو ادارو  په منظمې طريقې سره ختمول دي، هغه ويلي درياست په عدالتي برخو بريد بې جوازه او په موجوده حالاتو کې غيرضروري دى.

رضا رباني په دې خبره دافسوس څرګندونه کړې چې په تيرو دريوو کلونو کې پارلمان بې  کاره کړى شويدى حکه چې قانون سازي د صدارتي حکمنامو دلارې کيدله او دټولو لويو پريکړو او تړونونو په اړه پارلمان په تياره کې ساتل کيدو.

 دهغه وينا وه چې ميډيا  هم دويرې، دړکو ورکولو،کار څخه لرې کولو او دصحافت دبدترين سانسور سره مخ کړى شوې ده او په امنيتي ادارو پسې ټوقې شويدي.

دپيپلز ګوند دقامي اسمبلۍ غړې شازيه مري پخپل يو بيان کې ويلي دا عجيبه خبره ده چې ديهوديانو او هنديانو څخه چنده راټولوونکى تن دخپلې معزولۍ پشا دغيرملکي سازش خبره کوي.

ددې ترڅنګ  دتحريک انصاف  دمطبوعاتي چارو مشر او پخواني داطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي دي چې هم دعوه کړې چې  دپاک پوځ دوياند بيان دملي امنيت دکميټې داعلاميې پخلى دى.

هغه ويلي دسازش تورى نه دى کارول شوى، اوس مهمه ده چې عدالتي کميسيون جوړ شي او ددغه مداخلت  پلټنې وکړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button