پاکستانمهم خبرونه

لاهور کې يو تن دخپل کور شپږ کسان په ډزو وژلي

لاهور کې يو تن دخپل کور شپږ کسان په ډزو وژلي

 دپنجاب سرښار لاهور په ګرين ټاؤن نومې سيمه کې په يو کور کې دډزو په يوه پېښه کې  شپږ کسان وژل شويدي.

 دپوليسو وينا ده چې په وژلى شوو کسانو کې دوژونکي تن پلار، مور، خور او وراره شامل دي.

 دپوليسو له مخې نيولى شوي عابد نومې ملزم دخپل کور په خلکو او سښرګنۍ ډزې کړي چې له امله يې دعابد دکور څلور  او دملزم دخواښې په ګډون  دسښر دکور دوه نور کسان وژل شويدي،ويل کيږي، ملزم عابد دايس  نشې عادي دى.

 پوليسو ته پخپل لمړي بيان کې ملزم عابد ويلي وژلى شوو کسانو دهغه  په ځوې تشدد کړى و، دپوليسو وينا ده دپېښې نورې پلټنې دوامداره دي.

په وژلى شوو کسانو کې 60 کلن غلام حسين،55 کله آسيه بي بي،15 کلن همايون خرم او 35 کلنه راحيله خرم شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button