مهم خبرونه
دملي امنيت دکميټې په اعلاميه کې دسازش تورى نشته،پاک پوځ
د پاکستان په ضد به کوم سازش کاميابيدو ته نه پريښودل کيږي. دپوځ دسياست سره هيڅ تعلق نشته
دپاک پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ويلي دي دملي امنيت دکميټې په اعلاميه کې دسازش کومه يادونه نه ده شوې، دپاک فوج دسياست سره هيڅ تعلق نشته، پوځ دې سياست ته رانښکلى شي دا سازش نه خو وړاندې بريالى شوى و او نه به اوس بريالى شي
دپاک فوځ وياند ميډيا ته دحال احوال په بيانولو په مهال وويل دوه ورځې وړاندې دپاک پوځ دسرلښکر په مشرۍ فارميشن کانفرنس ترسره شوى چې پکښې دپاک پوځ په پېشه وارانه چارو هغه ته حال احوال تير کړى شويدى.
دمشکوک خط او پوځ دريځ
هغه وويل پوځ دخط په معامله خپل دريځ دملي امنيت په کميټه کې وړاندې کړى، پخپله وګورئ چې دملي امنيت دکميټې په اعلاميه کې دسازش تورى نشته،دپاکستان په ضد به کوم سازش کاميابيدو ته نه پريښودل کيږي.
دپوځ دسياست سره هيڅ تعلق نشته
هغه وويل چې نيوټرل وغيره کوم څيز نه دى. پوځ دې سياست ته رانښکلى شي. دپاک پوځ خلاف منظم مهم چلولى شي، داوازو په اساس دپاک پوځ کردار کشي کله هم هغوي ته دمنلو وړ نه ده، په پوځ تعميري تنقيد مناسب دى،دسياسي ګوندونو غوښتنه وه چې دپوځ په سياست کې هيڅ عمل دخل نه دى پکار او دې خبرې ته عملي جامه اغوستل شوې ده. دپاک پوځ دسياست سره هيڅ تعلق نشته، پاک پوځ به خپل ايني او قانوني کردار ادا کوي
بايد دايټمي اثاثو په اړه احتياط وکړى شي
دايټمي اثاثو په اړه دپاک فوج وياند وويل چې دايټمي اثاثو په اړه دخبرې کولو په دوران محتاط اوسيدل پکار دي، ټول سياسي قيادت په هر دور کې دايټمي پروګرام لپاره کردار ادا کړىدى، زمونږ ايټمي پروګرام ته هيڅ خطره نشته، ايټمي پروګرام دسياسي مباحثو برخه جوړيدل نۀ دي پکار ځکه چې ايټمي اثاثې په کوم سياسي قيادت پسې تړلې نه دي.
128 ترهه ګر وژل شويدي
دپاک پوځ وياند وويل دکال دلمړو دريوو مياشتو په مهال 128 ترهه ګر وژل شويدي، په دغه مهال ګڼ ځوانان هم شهيد شويدي، دترهه ګرۍ په ضد جګړه به دوروستي ترهه ګر تر خاتمې دوامداره وي.
دپوځ سرلښکر او دايي ايس ايي مشر وزيراعظم هاوس ته ورغلي
ميجر جنرل بابر افتخار وويل دنهم اپريل په شپه دبي بي سي خبر سراسر دروغ دى، هغه وويل چې دوزيراعظم لخوا دپوځ سرلښکر ته ويل شوي چې ډيډلاک يا ستر خنډ شويدى ددې خلاصى دې وکړى شي، دپوځ سرلښکر اؤ د ايي ايس ايي مشر وزيراعظم هاؤس ته تللي وؤ اؤ دهغوي سره دهغوي ملګري هم وؤ، د پوځ سرلښکر سره دخبرو په دوران په دريوو چارو خبره شوې ده
امريکا پاکستان څخه پوځي اډې نه دي غوښتي
ميجر جنرل بابر افتخار ددې خبرې ترديدکړى دى چې امريکې دپاکستان نه فوجي اډې غوښتي، هغه وويل چې امريکا نخ خو پوځي اډې غوښتي اؤ نه هم مونږ ورکړيدي، که غوښتلې ئې هم وې نودپاک فوج به هم هاغه دريځ وى کوم چې دوزيراعظم ؤ.
دپوځ سرلښکر به په موده کې پراختيا نه اخلي
دپاک پوځ وياند وويل چې ارمي چيف واضحه کړېده چې دسياست سره ئې هيڅ تعلق نشته، دپاک پوځ مشر به په ٢٩ نومبر ريټائرډشي، دپوځ سرلښکر نه خو په موده کې پراختيا غواړي اؤ نه به يې ومني.
په هيواد کې به اوس کله هم مارشل لاء نه راځي
ميجر جنرل بابر افتخار وويل په په هيواد کې به اوس کله هم مارشل لاء نۀ راځي، پارليمنټ سپريم کورټ اؤ وسله وال فوجونه دجمهوريت محافظ دى
پوځ چاته اين ار او نه شي ورکولى
هغه وويل چې پوځ چاته داين ار او ورکولو په پوزيشن کې نۀ دى، فوج څوک وي چاته داين ار او ورکوونکى؟هغه خپل کار کوي.
احتجاجي مراسلې يواځې په سازش نه شي جاري کولى
ددړ کې څخه دډکې مراسلې په اړه دپوځ وياند وويل چې که چرې کومه دهمکي ترلاسه شي نو هغه داخله وزارت ګوري، احتجاجي مراسلې صرف په سازش نه بلکې نورې هم په ګڼو ماملو کې جاري کولى شي، دا سفارتي طريقه کار دى.
هغه وويل دولس او پوځ ترمينځ دخلا پيدا کولو هڅه کولى شي، ولس او سياسي ګوندونو ته خواست دى چې پوځ دې سياست ته نه راکاږي.
د پيښور غونډۍ ته د عمران خان وئنا، ويډيو دلته کتلې شۍ