پاکستانمهم خبرونه

شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو بريد کې اووه عسکر ووژل شول

شمالي وزيرستان ( وحدت نيوز ) دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان دته خيلو تحصيل کې دامنيتي ځواکونو په يو ګاډي دبريد له امله اووه امنيتي عسکر شهيدان شوي دي.
حکومتي سرچينو په وينا وژل شوي عسکر په هيلي کاپټرو کې د شمالي وزيرستان سر ښار ميرانشاه ته منتقل وړل شويدي.
د سرچينو وينا ده چې بريد کې وژل شوو عسکرو کښې حوالدار طارق، سپاهي ارشد، سپاهي کاشف ، سپاهي جنيد، سپاهي اعجاز علي ، سپاهي وقاص او سپاهي جواد مير شامل دي.
بلخوا امنيتي ځواکونو په سيمه کښې د عامو وګړو څخه تپوس پوښتنې کوي چې په دې پيښه کښې ککړ حمله کوونکي په لاس ورشي ، چې د نيولو لپاره يې د لټون عمليات هم پيل کړي دي.
ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې دامن وضعه په دې وروستيو کې ډېره خرابه شوې ده، دسيمه ييوخلکو وينا ده چې هره ورځ په امنيتي ځواکونو بريدونه، هدفي وژنې او لوټمارۍ پېښې رامينځته کيږي چې له امله يې د عامو خلکو ژوند دستونزو سره مخ دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button