پاکستانسیاستمهم خبرونه

امريکا شهبازشريف ته په وزيراعظم ټاکل کيدو مبارکي ويلې

امريکا شهبازشريف ته په وزيراعظم ټاکل کيدو مبارکي ويلې

دامريکا دبهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن دپاکستان نوي ټاکل شوي وزيراعظم شهبازشريف ته مبارکي ورکړې او دپاکستان دحکومت سره يې دمرستې ددوامداره ساتلو ژمنه کړې ده.
دوزيراعظم عمران خان تيره اوونۍ دبې باورۍ دتحريک له لارې دلرې کولو وروستو شهبازشريف دګل په ورځ دپاکستان 23م وزيراعظم ټاکل شوى و.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن پخپل يو بيان کې ويلي پاکستان خواوشا د75 کلونو راهسې په غوره دوه اړخيزو ګټو کې دامريکا مهم انډيوال پاتې شوى او امريکا وسره اړيکو ته دقدر په سترګه ګوري.
هغه ويلي امريکا يو مضبوط، خوشحاله او جمهوري پاکستان ددواړو هيوادونو دګټو لپاره ضروري ګڼي.
دامريکا دبهرنيو چارو دوزير دمبارکۍ په پيغام دپاکستان دوزيراعظم دفتر خپل غبرګون کې ويلي” مونږ دامريکا له لوري داوږدو اړيکو دژمنې بيا تکرارولو هرکلى کوؤ. ”
پخپل يو ټويټ پيغام کې دوزيراعظم شهبازشريف دفتر ويلي نوى حکومت په سيمه کې دسولې، امنيت او پرمختګ ګډو هدفونو ته دودې ورکولو لاپره دامريکا سره په تعميري او مثبت انداز کې تماس او اړيکې ساتل غواړي
دامريکا دبهرنيو چارو وزير شهبازشريف ته دوزيراعظم په ټاکل کيدو مبارکي په داسې حال کې ويلې ده چې پخواني وزيراعظم عمران خان تيره شپه په پېښور کې يوې جلسې ته دوينا په مهال يوځل بيا په امريکا دشهبازشريف حکومت راوستو کې دلاس لرنې تور لګولى،عمران خان تور لګوي چې دهغه دحکومت رانسکورول ديو نړيوال سازش برخه وه او امريکا هغه ته ددړکې څخه ډک يو خط ليکلى چې پکې ويل شوي که دهغه په ضد دبې باورۍ تحريک کامياب نه شي نو ددې به دپاکستان لپاره بدې اغيزې مخې ته راشي.
خو دامريکا له لوري دعمران خان دغه تورونه بې اساسه ګرځولى شويدي او ويل شويدي چې امريکا په پاکستان کې په يو بل ګوند بل ته ترجيح نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button