پاکستانقبائلمهم خبرونه

دداعش په باجوړ کې دسکول داستاذ دوژنې ذمه واري منل دامنيت لپاره څومره دخطر خبره ده؟

دداعش په باجوړ کې دسکول داستاذ دوژنې ذمه واري منل دامنيت لپاره څومره دخطر خبره ده؟

تندروه ډلې داعش په باجوړ کې دپخواني صوبيدار دوژنې دذمه وارۍ وروستو پرون په باجوړ کې په يوه بمي چاودنه کې دسکول ديو استاذ دوژنې ذمه واري هم منلې ده.
دباجوړ دضلعي پوليسو مشر عبدالصمد خان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ته ويلي مفتي شفيع الله دباجوړ دماموند تحصيل په بدان هايي سکول کې دعربۍ ژبې استاذ و، هغه سکول ته روان چې دهغه سره نزدې دايي اي ډي چاودنه وشوه چې پکې هغه سخت ژوبل شوى، وروستو روغتون ته ورسولى شو چرته چې هغه دزخمونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړه.
راپور کې ويل شويدي چې تر دې مهاله په تير يو کال په باجوړ کې پينځه استاذان وژل شويدي او ددغو ټولو تعلق دجمعيت علمايى اسلام فضل الرحمان دډلې سره و.
وحدت نيوز چې کله په خېبرپښتونخوا کې دداعش دفعاليتونو په اړه دپېښور دمشر خبريال عرفان خان څخه نظر وپوښتو نو هغه وويل په باجوړ کې دداعش له لوري داستاذ دوژنې په ګډون دنورو بريدونو ذمه وارۍ منل دخطرې خبره ده او زياته يې کړه چونکې دلته دوړاندې څخه دټي ټي پي پشان ډله موجوده نو په داسې حال کې به ددې صوبې امنيت نور هم خراب شي.
هغه وويل مهمه خبره دا ده چې حکومت او پوځ وايي چې دافغانستان سره په ګډه پوله ازغن تار لګولى شويدى نو که دغسې وي نو بيا دا خلک دکوم ځايې څخه راغلل؟ او دهغوي سهولت کار او مرسته کوونکي څوک دي.
بل اړخ ته دباجوړ دټولو استاذانو اتحاديې په ضلع کې ديو بل استاذ په وژنه انديښنه څرګنده کړې ده.
ددغه اتحاديې مشر ويلي حکومت استاذانو ته دبشپړ امنيت په ورکړه کې ناکامه شويدى.
بل لوري ته باجوړ کې داستاذانو دغه اتحاديې او يو شمير ماشومانو دمفتي شفيع الله دوژنې په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده، دهغه دوژونکو دنيولو او استاذانو ته يې دامنيت ورکولو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button