افغانستانمهم خبرونهنړۍ
د طالبانو په اند د نجونو تعليم مشروع حق نه دى، د بشري حقونو د څار ډله
د طالبانو په اند د نجونو تعليم مشروع حق نه دى، د بشري حقونو د څار ډله
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د هغه ټويټ په ځواب کې چې ويلي يې دي په افغانستان کې د “مشروع” بشري حقونه تضمين شوى، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هيدر بار ليکلي: “زما په اند ستاسو په اند، د نجونو تعليم کول دي. يو ‘مشروع حق’ نه دي.
په افغانستان کې د منځنيو ښوونځيو د دروازو له تړل کېدو ۲۰۹ ورځې تېرې شوې.
د ښځو د ښوونې او روزنې او کار د حق په اړه د طالبانو سختې تګلارې يو له هغو مهمو مسلو څخه دي چې د سياسي ډلې له بيا راڅرګنديدو راهيسې د نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو نيوکو سره مخ شوي دي.