پاکستانسیاستمهم خبرونه

عمران خان: ما څه جرم کړى و چې دشپې دولس بجې عدالت ولګولى شو؟

عمران خان: ما څه جرم کړى و چې دشپې دولس بجې عدالت ولګولى شو؟

 دپاکستان تير حکومت او دپاکستان تحريک انصاف( پي ټي ايي) مشر عمران خان ويلي  هغه دازادې عدليې لپاره  زندان تيرکړى، له محکمې څخه پوښتنه کوي چې دشپې  په تياره کې يې ولې 12 بجې عدالت لګولى.

 په ډاګه دې وي چې  دقامي اسمبلۍ دوهم سپيکر قاسم سوري داپريل په 3مه نېټه دعمران خان په ضد په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ  تحريک غيراييني ګرځولى او رد کړى يې و دکوم وروستو چې په هيواد کې اييني کړکيچ پيدا شوى و او سترې محکمې  دسياسي وضعيت دخپلې اندې نوټس اخستى و.

وروستو سترې محکمې ددوهم سپيکر رولنګ غيراييني ګرځولى و، اسمبلي يې پځايې کړې وه او دعمران خان په ضد يې داپريل په ٩مه نېټه  دبې باورۍ دتحريک دوړاندې کولو امر کړى و.

دسترې محکمې دامر سره سم دسپيکر اسد قيصر په مشرۍ کې دقامي اسمبلۍ غونډه سحر لس نيمې بجې پيل شوې وه خو دشپې ترناوخته چې دقامي اسمبلۍ سپيکر دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ دتحريک دوړاندې کولو اجازه ورنکړه نو  دسترې محکمې او اسلام ابادهايکورټ دروازې پرانستل شوې وې دکوم وروستو چې سپيکر اسد قيصر او دوهم سپيکر قاسم سوري مستعفي شوي وؤ.

 وروستو دمسلم ليګ(ن) دلارښود اياز صادق په مشرۍ دقامي اسمبلۍ په غونډه کې  دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک کامياب شوى و.

 دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې  ولسي غونډې ته په وينا کې عمران خان وويل ”  کله چې هم يو وزيراعظم لرې  کولى شي نو په پاکستان کې خواږه ويشل کيدل  خو چې کله زه لرې کړى شوم نو ټول قام  دټول هيواد  لويو ښارونو کې سړکونو ته راوتلى”

 عمران خان وويل” دې خلکو ګڼله چې  ولس به درامد شوى حکومت ومني خو قام خپله فيصله اورولې چې درامد شوى حکومت ورته منظور نه دى. ”   

 هغه وويل”  نن قام ته پريکړه کول دي چې  مونږ ته دامريکې غلام جوړيدل دي او که حقيقي  ازادي پکار ده، امريکايانو دلويو ډاکوانو په مسلط کولو سره توهين کړيدى”

 پخواني وزيراعظم وويل مونږ دغيرو حکومت نه منو، دا له بهر څخه  مسلط شوي ټول کسان په ضمانتونو دي، شهبازشريف او دهغه ځوې په ضمانت دى، ټوله شريفه کورنۍ په ضمانتونو ده، په شهبازشريف داربونو روپو دبډو رشوتونو کيسونه دي.

 هغه وويل زه به دپاکستان په ټولو ښارونو کې ددې بې غيرتو خلاف سړکونو ته راوځم، غيرتمندو پاکستانيانو مونږ  کوم بې غيرته حکومت نه منو، مونږ به دا غله  په هيڅ شان ونه منو

 په ډاګه دې وي چې  دروانې مياشتې په 10مه نېټه پارلمان څخه دبې باورۍ دووټ دلارې  دعمران خان حکومت له مينځه تللى او دمخالفو ګوندونو  دمشر شهبازشريف حکومت جوړ کړى شويدى.

عمران خان  تور لګوي چې دهغه حکومت دامريکا لخوا لرې کړى شوى  او دهغه په ځايې  دشهبازشريف حکومت  راوستل شويدى خو  دامريکا له لوري څو ځله په ډاګه کړى شوې ده چې  دعمران خان دغه تورونه بې اساسه دي  او هغوي په پاکستان کې  په يوې سياسي ډلې بلې ته ترجيح نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button