افغانستانمهم خبرونهنړۍ

اسلامي عالمان او فعالين وايي دنجونو په زده کړو دطالبانو بنديز جواز نه لري

اسلامي عالمان او فعالين وايي دنجونو په زده کړو دطالبانو بنديز جواز نه لري

دامريکا غږ انګريزۍ څانګې پخپل يو راپور کې ليکلي طالبانو دخپل مشر له لوري دافغان ښځو او نجونو لپاره دثانوي درجې په زده کړو بنديز دمذهبي اصولو په اساس ښودلى خو اسلامي عالمان او فعالين وايي په صنفي اساس دتعليم  څخه دانکار هيڅ مذهبي جواز نشته.
دټولې اسلامي نړۍ څخه دافغان نجونو دثانوي درجې په زده کړو دبنديز پورته کولو لپاره دزياتيدونکو غوښتنو باوجود هم دافغانستان داسلامي امارت ناليدلي مشر،هبة الله اخندزاده خاموشي خپله کړې ده.
په راپور کې ويل شوي دطالبانو دحکومت دتعليم په وزارت کې دچارواکو وينا ده چې اخندزاده امر وکړي نو هغوي څه هم وخت دټولو نجونو دښوونځيو پرانستو ته چمتو دي، خو دطالبانو تنها خوښي مشر، چې ورته ” داميرالمومنين “لقب ورکړى شوى، پرله پسې غږونه يې له پامه غورځولي، چې پکې دزياترو افغان علماو له لوري هم په هغه پخپله پريکړه دبيا نظر اچولو غږ شويدى.
دتيرې نهې په ورځ په کابل کې دعلماو يوې ډلې دنجونو لپاره دښوونځيو دپرانستو دغږ کولو په مهال ويلي وو” اسلام ښځو ته دتعليم او روزګار په ګډون حقونه ورکوي ” دغه دتيرې يوې مياشتې څخه هم په کمه موده کې دعلماو دوهمه دغه رقم غوښتنه وه.
نوموړو انفرادي دانشورانو هم دغه رقم غوښتنې کړي او دښځو دتعليم او روزګار په حق کې يې داسلامي شرعي فقهې حواله هم ورکړې ده.
تيره مياشت په يو غږيز پيغام کې په افغانستان کې يو نامتو اسلامي عالم شيخ فقيرالله فايق ويلي وو ” دښځو دتعليم په اړه يوه ستونزه هم نشته ”
اخندزاده، چې دطالبانو په حکومت کې غيرلانجمن او غوڅ طاقت لري، دجينکو دتعليم په مخالفت کې يې هيڅ جواز او يا سبب نه دى ورکړى خو پخپلو حکمنامو، چې دطالبانو دچارواکو له لوري په پراخه ډول خپرې شوي، هغه تل تل په دې خبره ټينګار کړى چې دهغه پريکړې داسلامي ايتونو سره بيخي سم وي
داسلامي همکاريو دډلې څخه واخله په ګڼو اسلامي هيوادونو کې دمذهبي عالمانو تر کونسلو، په ګڼ شمير کې اسلامي علماو دجينکو په تعليم دبنديز مخالفت کړيدى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button