پاکستانمهم خبرونهنړۍ

باجوړ او خېبر کې چاودنې،ديو ترهه ګر په ګډون دوه کسان ووژل شول

باجوړ او خېبر کې چاودنې،ديو ترهه ګر په ګډون دوه کسان ووژل شول

دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو باجوړ او خېبر کې دبمي چاودنو له امله ديو ترهه ګر په ګډون دوه کسان وژل شويدي.
دباجوړ څخه سرچينو وحدت نيوز ته وويل بمي چاودنه دباجوړ دتحصيل ماموند په بدان سيمه کې شوې ده چې پکې دمفتي شفيع الله په نوم يو تن وژل شويدى.
دسرچينو وينا ده په چاودنه کې وژلى شوى مفتي شفيع الله ددوهمې درجې په سکول کې استاذ ؤ.
بل اړخ ته دسرچينو وينا ده چې دقبايلي ضلعې خېبر دباړې تاڼې په حدودو کې په يو ترهه ګر دخپل ښخونکي بم چاودنه شوې ده چې له امله يې هغه وژل شويدى.
دسيمې څخه سرچينو وحدت نيوز ته وويل چاودنه دبارودي موادو دسړک په غاړه دښخولو په مهال شوې ده چې له امله يې بم ښخونکى ترهه ګر وژل شويدى دچا مړى چې وروستو پوليسو پخپله قبضه کې اخستى دى.
دخېبرپښتونخوا قبايلي سيمو او ورسره پيوست ضلعو کې په دې وروستيو کې پرله پسې امنيتي وضعه په خرابيدو ده، چرته چې په امنيتي ځواکونو دبريدونو، دامنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ دنښتو او بمي چاودنو تقريباً دروزانه په اساس راپورونه ترلاسه کيږي.
همدغه راز پرون قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته دترهه ګرو بريد کې دميجر شجاعت حسين او سپاهي عمران خان په ګډون دوه عسکر وژل شوي وؤ، په ځوابي ډزو کې دوه ترهه ګر هم وژل شوي وؤ.
له دې وړاندې دخېبرپښتونخوا دډيره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کې څو ورځې دمخه دپوليسو په يو ګاډي دترهه ګرو په بريد کې پينځه پوليس عسکر وژل شوي وؤ، ترهه ګرو دپوليسو په ګاډي لمړى يو راکټ داغلى و او بيا يې پرې ډزې کړې وې.
دنورو ګڼو بريدونو پشان په ډيره اسماعيل خان کې په پوليسو دشوي بريد ذمه واري هم ټي ټي پي منلې وه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button