پاکستانمهم خبرونهنړۍ

نن دمذهب دسپکاوي په تور دوژلى شوي مشال خان تلين په خاموشۍ تيريږي

نن دمذهب دسپکاوي په تور دوژلى شوي مشال خان تلين په خاموشۍ تيريږي

په کال دوه زره اوولسم کې دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کې دمذهب دسپکاوي په تور دوژلى شوي صحافت دڅانګې دزده کوونکي مشال خان تلين نن نمانځل کيږي.
دمشال دتلين په مناسبت دهغه پلار دهغه قبر له ورغلى او دعا يې ورته کړې ده.
دمشال خان پلار محمد اقبال په دې اړه وحدت نيوز سره په خبرو کې وويل دروژې په وجه هغوي صرف په کور کښې دقران پاک ختمه کړيدى، نور پروګرام به له اختر وروستو کيږي.
دمشال خان پلار وويل دهغوي کيس په سپريم کورټ کې دى، په عدالتونو مکمل اعتماد لري اؤ ورسره به انصاف وکړى شي
په کال 2017م کې دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې دصحافت دڅانګې زده کوونکى مشال خان دپاريدلو کسانو يوې ډلې دمذهب دسپکاوي په تور دسخت تشدد وروستو وژلى و، خو دپلټنو وروستو قانون پځايې کوونکو ادارو په دغه زده کوونکي دمذهب دسپکاوي تور دروغ ګرځولى و.
دمشال خان په وژنه کې 61 کسان په ايف ايي ار کې نومول شوي وو چې پکې 57 کسان نيول شوي او اوريدنه پيل کړى شوې وه، په دغو کسانو کې زياتره دعبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي او دپوهنتون ملازمان شامل وؤ.
په مشال خان تور لګول شوى و چې هغه دمذهب دسپکاوي مرتکب شوى و خو په دې اړه جوړې کړى شوې څيړنيزې ډلې دراپور له مخې دغسې کوم شواهد نه وو ترلاسه شوي.
دپوليسو لخوا دمشال خان دوژنې په کيس کې نيول شوو 57 ملزمانو څخه محکمې مرکزي ملزم عمران ته دمرګ، پينځوو ته د25 کلونو دبند او 25و ته دڅلورو کلونو دبند سزا اورولې وه، نور 26 ملزمان بري کړى شوي وؤ.
دڅلورو کلونو سزا سره مخ شوي ملزمان پېښور هايکورټ په ضمانت دپريښودو احکامات جاري کړي وؤ.
وروستو پېښورهايکورټ دمرکزي ملزم عمران علي دمرګ سزا په عمري بند کې بدلې کړې او دعمري بند دنورو ملزمانو سزاګانې يې پځايې ساتلې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button