پاکستانسیاستمهم خبرونه

دپي ټي ايي وکيل:دممنوعه پېسو دمرستې تور غلط دى،اکبر ايس بابر: تحريک انصاف سراسر دروغ ويلي

دپي ټي ايي وکيل:دممنوعه پېسو دمرستې تور غلط دى،اکبر ايس بابر: تحريک انصاف سراسر دروغ ويلي

دتحريک انصاف وکيل انور منصور دبهرنيو پېسو دمرستې په کيس کې ددلايلو ورکولو په مهال منلې ده چې دبهر څخه پېسې راغلي خو دممنوعه پېسو دمرستو اخستو تور غلط دى، امريکا څخه راغلې پېسې غيرملکي مرسته ګرځول شوې ده.
خو دپي ټي ايي په ضد اليکشن کميسيون ته دخواست کوونکي او پي ټي ايي دباني غړي اکبر ايس بابر وينا ده تحريک انصاف سراسر دروغ ويلي، په 11 کې ددوو اکاونټونو دستاويزي ثبوتونه مخې ته راغلي دي.
اکبر ايس بابر دټاکنو په کميسيون کې يو راپور جمع کړى و چې پکې هغه دعوه کړې وه چې پي تي ايي دکال 2009م څخه 2013م په مهال د12ؤ هيوادونو څخه 73 لکه امريکايي ډالرو څخه زياتې پېسې راټولې کړي کومې چې دممنوعه پېسو دمرستې په زمره کې راځي.
اکبر ايس بابر دبهرنيو پېسو دمرستې په معامله کې خپل ګوند تحريک انصاف سره داختلاف وروستو دګوند څخه ويستل شوى و.
اکبر ايس بابر په کال ٢٠١٤م کې دپاکستان تحريک انصاف دغيرملکي پېسو دمرستې په اړه خواست جمع کړى و، په دغه خواست په شلګونو اوريدنې شويدي، تحريک انصاف دبهرنيو پېسو دمرستې په معامله دوکيلانو خواوشا نهه ډلې بدې کړيدي.
دټاکنو په کميسيون کې دپي ټي ايي دبهرنيو پېسو دمرستې دکيس اوريدنه شوې ده، دتحريک انصاف وکيل انور منصور ددلايلو ورکولو په مهال ويلي غيرملکي حکومت،ګڼ ملکي يا مقامي کمپنيو څخه مرسته نه شي اخستل کيدى، پاکستان څخه بهر اندراج شوې کمپنۍته سيمه ييزه کمپني نه شي ويل کيدى، دپي پي او قانون له مخې ګڼ ملکي او سيمه ييزو کمپنيو څخه په پېسو اخستو بنديز دى، دټاکنو په ايکټ کې دا خبره سپينه شوې ده چې دکومې غيرملکي سرچينې څخه پېسې اخستې منعې دي خو له سيمه ييزو کمپنيو څخه په پېسو اخستو بنديز ختم کړى شويدى.
دسندهـ غړي نثار دراني په دې موقعه وپوښتل چې ايا هغه دا تسليموي چې دغيرملکي پېسو مرسته شوې ده؟
دپي ټي ايي وکيل هغه ته ځواب ورکړى چې دممنوعه سرچينو څخه دپېسو هيڅ مرسته نه ده اخستل شوې، دبهر څخه پېسه راغلې خو دممنوعه پېسو دمرستې اخستو تور غلط دى.
انور منصور وويل کله دکوم سنګهـ او اميتا سيټهي څخه دپېسو داخستو تور لګول کيږي، ايا په پاکستان کې هندوان، سکهان او عيسويان نه اوسيږي؟ که چرې پېسې ورکوونکي غيرملکيان دي نو اکبر بابر دې خپل تور دشواهدو سره ثابت کړي، هغه وويل “” مونږ دکوم هندي وګړي څخه دپېسو کومه مرسته نه ده اخستې، خو که کوم هندو وګړي غبرګ شهريت ترلاسه کړي نو ايا هغه غيرملکي شو؟ دبهر دکومې کمپنۍ څخه دپېسو مرسته راتلل به ممنوعه نه وي، دبهر څخه چې کومه پېسه راغلې هغه ټوله څرګنده کړى شوې ده.
انور منصور وويل دغبرګ شهريت وګړو ته هم پاکستاني وګړي ويل کيدى شي، څارونکې کميټۍ دپي پي او قانون دشپږمې مادې غلطه تشريح کړې ده.
اليکشن کميسيون ددلايلو اوريدو وروستو نور اوريدنه تر 19م اپريل ځنډولې ده.
داوريدنې وروستو ميډيا سره په خبرو کې دپي ټي ايي دممنوعه پېسو دمرستې په ضد اليکشن کميسيون ته خواست کوونکي او دپي ټي ايي باني غړي اکبر ايس بابر وويل پي ټي ايي د11و اکاؤنټونو څخه دلاتعلقۍ څرګندونه کړې، په څلورو خفيه اکاونټونو کې دهنډۍ او نورو سرچينو څخه پېسې راغلي، تحريک انصاف سراسر دروغ ويلي، په 11 کې ددوو اکاونټونو دستاويزي ثبوتونه مخې ته راغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button