افغانستانمهم خبرونهنړۍ

دطالبان مشران خپلې نجونې د دوحه، پېښور او کراچۍ ښوونځيو ته استوي،راپور

دطالبان مشران خپلې نجونې د دوحه، پېښور او کراچۍ ښوونځيو ته استوي،راپور

يوې هندۍ ورځپاڼې د باخبرو سرچينو په حواله راپور ورکړى  په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو مخه نيولې، د دغې ډلې تر 22 زيات مشران خپلې نجونې په دوحه، پېښور او کراچۍ کې ښوونځيو ته استوي.

 چاپ ورځپاڼې ليکلي، چې د سهيل شاهين لور د ده د ښوونځي د فوټبال د لوبډلې غړې وه.

 په دغو مشرانو کې د طالبانو د روغتيا وزير قلندر اباد، د دې ډلې د بهرنيو چارو مرستيال وزير شير محمد عباس ستانکزي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب لپاره د طالبانو نوماند سهيل شاهين شامل دي.

دټولې اسلامي نړۍ څخه دافغان نجونو دثانوي درجې په زده کړو دبنديز پورته کولو لپاره دزياتيدونکو غوښتنو باوجود هم دافغانستان داسلامي امارت ناليدلي مشر،هبة الله اخندزاده  نه غواړي  دافغان نجونو لپاره ښوونځي پرانيزي په کوم چې دافغانستان دننه او دبهرنيو حکومتونو له لوري نيوکې روانې دي او داسلامي علماو له لوري دطالبانو څخه  دجينکو لپاره دتعليم ددروازو دپرانستو غوښتنې کيږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button