افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو شپږو مياشتو کې 500 پخواني چارواکي او عسکر وژلي،نيويارک ټايمز

طالبانو شپږو مياشتو کې 500 پخواني چارواکي او عسکر وژلي،نيويارک ټايمز

 امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز داوو مياشتو پخپل يو  څيړنيز ويډيوي راپور کې  دعوه کړې ده چې  دطالبانو دواکمنۍ په لمړيو شپږو مياشتو کې  په افغانستان کې دپخواني حکومت  شاوخوا 500 چارواکي او دامنيتي ځواکونو غړي يا خو وژل شوي او يا په جبري ډول بې درکه کړى شويدي.

خو طالبانو دنيويارک ټايمز دغه راپور  دخلکو مهاجرت ته دهڅولو هڅه ګرځولې ده او دا يې رد کړيدى.

ورځپاڼې ليکلي  چې دانتقام اخستو په اړه دغه پلټنيز راپور  هغوي دبشري حقونو له ډلو سره په ګډه  دقربانيو دکورنيو غړو او هاغو کسانو سره دخبرو په اساس چمتو کړى چې دانتقام اخستو له پېښو ژوندي پاتې شويدي.

 راپور کې دعوه شوې چې  د طالبانو لخوا اعلان شوې بښنه  دپخواني   حکومت دپټو شوو کسانو دځانونو راڅرګنديدو او نيولو لپاره کارول شوې ده.

ورځپاڼې  ويلي  دغه رقم 490 پېښې هغوي ثبت کړي او څيړيدلي خو احتمال دى چې دپېښو اصل شميره له دې هم زياته وي ځکه چې  دقربانيانو دکورنيو غړي له انتقام اخستو څخه ويريږي.

 دنيويارک ټايمز په دغه ويډيوي راپور کې  دهاغو کسانو عکسونه ښودل شوي چې دطالبانو دظلمونو ښکار شويدي.

  دنيويارک ټايمز په راپور کې  دطالبانو دوياند ذبيح الله مجاهد تيرکال داګست په مياشت کې  دافغانستان دکنټرول سمبالولو وروستو دهاغه لمړي مطبوعاتي کانفرنس  حواله هم ورکړى شوې ده چې پکې هغه ويلي وو ” مونږ هاغو ټولو کسانو ته  دامنيت باور ورکوو چې  دامريکا او دهغوي دايتلافي ځواکونو سره  يې کارکړيدى”

 په راپور کې ويل شويدي چې دطالبانو  مشرانو په دې خبره ټينګار کولو چې هغوي به  دمخالفينو سره  درحم سلوک وکړي،  دپخواني حکومت دکارمندانو او  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دغړو لپاره يې دعامې بښنې اعلان کړى و، ځينو هغوي  خطونه هم ليکلي وو چې هغوي به  دخپلو پخوانيو دښمنانو سره انتقام نه اخلي.

ورځپاڼې پخپل راپور کې ليکلي  کله چې طالبانو تيرکال کابل ونيولو او دټول افغانستان کنټرول يې ترلاسه کړو، هغوي  وړانديز کولو چې  دهغوي واکمني به مشفقانه، کمه تندروه  او دهغوي دتيرې واکمنۍ په مقابله کې  زياته بښونکې وي.

بل اړخ ته  دطالبانو يو غړي انس حقاني پخپل ټويټر پاڼه دنيويارک ټايمز دراپور په غبرګون کې ليکلي

“دوي اول بايد  په کمپونو کې د پرتو خلکو غم وخوري.دلته امن دي او د ورورۍ ژوند دى, د هغو کسانو برخليک لا هم معلوم نه دى کوم چې د امريکايانو لخوا ايستل شوي دي، هغوي لا هم د کډوالو په کمپونو کې ځوريږي. نيويارک ټايمز بايد داسې له حقيقت لرې تبليغاتي راپورونه خپاره نه کړي چې هدف يې يوازي د خلکو مهاجرت ته هڅول وي”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button