مهم خبرونهنړۍ

بايډن په اوکراين کې دروسيې جګړه “نسل کشي” وګرځوله

بايډن په اوکراين کې دروسيې جګړه "نسل کشي" وګرځوله

دامريکا ولسمشر جوبايډن دروسيې په ولسمشر ولايمير پوتين په اوکراين کې د”نسل کشۍ” تور لګولى دى.
دامريکايي رياست اييوا دسفر په مهال جوبايډن دتيلو په نرخونو کې دکمي په اړتيا دخبرې کولو په مهال وويل ” دخلکو دکورنۍ بوديجه يا دهغوي پخپلو ګاډو کې دتيلو اچولو اړيکه دنيمې نړۍ څخه لرې ديو امر په دې پريکړه نه دي کيدل پکار دکوم لاندې چې هغه په کوم بل هيواد بريد وکړي او هلته نسل کشي وکړي”
جوبايډن دخبريالانو سره په خبرو کې دروسيې داقداماتو دنسل کشۍ په توګه دبيانولو څخه دفاع کړې ده.
جوبايډن ويلي ” ما دې ته نسل کشي وويله ځکه چې دا نوره هم څرګنده شوې ده چې پوتين ديوکرايني جوړيدو د خيال ختمولو هڅه کوي او په دې لړ کې ثبوتونه په سيوا کيدو دي”
هغه وويل” مونږ به وکيلانو ته په بين المللي کچه ددې پريکړې اجازه ورکړو چې ايا دا نسل کشي ده خو ماته په باوري توګه همدغسې ښکاري”
ملګرو ملتونو دګل په ورځ ويلي وو اوکرايني ښځو او ماشومانو ته دجنسي تشدد، جنسي زياتي او بشري قاچاق سختې انديښنې پېښې دي او دغه رقم پېښې رامينځته شويدي.
همدغه راز دملګرو ملتونو دماشومانو ادارې( يونيسيف) وينا ده چې په اوکراين دروسيې دجارحيت وروستو دشپږو اوونيو په مهال داوکراين په دريوو کې دوه برخې ماشومانو خپل کورونه پريښي او تښتيدلي دي.
يونسيف ويلي ملګرو ملتونو ددې خبرې پخلى کړى چې 142 ماشومان مړه شويدي، دغه شميره له دې څخه ډيره زياته ده.
ديونيسيف دبيړني پروګرام مشر دملګرو ملتونو امنيتيي شورا دګل په ورځ وويل دا خبره له پوهې څخه لرې ښکاري چې په دومره لنډه موده کې اووه کروړه او پنځوس لکه اوکرايني ماشومانو څخه څلور کروړه او 80 لکه په داخلې توګه بې دخله شويدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button