افغانستانمهم خبرونهنړۍ

بريتانيا له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي،طالبان وايي هيڅ خطر نشته

بريتانيا له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي،طالبان وايي هيڅ خطر نشته

 د برتانيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره برتانوي اتباعو ته خبرداري ورکړي چې د لوړ امنيتي ګواښونو له امله افغانستان ته له سفر څخه ډډه وکړي.  دغه وزارت افغانستان ته دا سفر ډېر خطرناک بللي او زياته کړې يې ده چې د بهرنيو اتباعو د توقيف خطر زيات شوي دي.

 د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت “خورا نازک” دى او د هوايي ډګر په ګډون په هېواد کې د ترهګرو بريدونو احتمالي ګواښ موجود دى.

 بريتانيا دا مهال په افغانستان کې کومه قونسلګري پوسته نه لري او د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته يې سفارت هم ځنډول شوى دى.

بلخوا دطالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت هغه اندېښنه بې ځايه ګڼلې، چي د احتمالي تروريستي بريدونو له امله يې افغانستان ته د خپلو اتباعو سفر لغوه کړي. هغه وايي، دلته هيڅ خطر نسته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button