پاکستانمهم خبرونهنړۍ

جنوبي وزيرستان کې دترهه ګرو بريد،يوميجر شهيد، دوه ترهه ګر ووژل شول

جنوبي وزيرستان کې دترهه ګرو بريد،يوميجر شهيد، دوه ترهه ګر ووژل شول

 دافغانستان پولې ته نزدې  دخېبرپښتنخوا په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې  دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دترهه ګرو په بريد کې   يو پوځي  افسر ميجر شجاعت   شهيد او دوه عسکر ژوبل شويدي.

 دسرچينو وينا ده په ژوبل شوو  عسکرو کې حوالدار منير  او سپاهي منير شامل دي.

  دحکومتي سرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې هم دوه ترهه ګر وژل شويدي چې مړي يې اوس هم په سيمه کې پراته دي.

دايي ايس پي ار له لوري ددې بريد په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي

   دسرچينو وينا ده چې  دترهه ګرو له بريد وروستو  امنيتي ځواکونو  په سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړيدي، ژوبل شوي عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شويدي.

 دترهه ګرو له بريد وروستو امنيتي ځواکونو په پاک افغان پوله بي بي نومې امنيتي پوستې څخه چاپيره سيمه پخپله ولکه کې اخستې او پاک افغان پوله هم په عارضي ډول تړل شوې ده.

په دې وروستيو کې  دخېبرپښتونخوا بنو، ډيره اسماعيل، شمالي او  دجنوبي وزيرستان په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې په ترهه ګريزو بريدونو  کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

پرون دډيره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کې  دترهه ګرو په يو بريد کې  پينځه پوليس عسکر شهيد شوي او ديو لوړپوړي افسر په ګډون څلور نور ژوبل شوي وؤ.

 په کرک  ضلع کې په پوليسو نامعلومو وسله والو   بريد ترسره کړى و چې پکې دوه پوليس عسکر وژل شوي وؤ او په ځوابي ډزو کې ديو وسله وال دوژل کيدو خبر ترلاسه شوى و.

همدغه راز اوړمه ورځ  په بنو کې  دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې له لوري دپټو معلوماتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې پينځه ترهه ګر وژل شوي وو  او له هغې څخه يوه ورځ دمخه  هم دبنو په جاني خيلو سيمه کې  دنامعلومو وسله والو په يو بريد کې دوه پوليس عسکر وژل شوي وؤ.

ددې ترڅنګ په جنوبي او شمالي وزيرستان کې هم په دې وروستيو کې څو ځله  په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي او دامنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې په ګن شمير کې ترهه ګر هم وژل شويدي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button