پاکستانمهم خبرونهنړۍ

امريکا وايي پاکستان کې په يو ګوند بل ته ترجيح نه ورکوؤ

امريکا وايي پاکستان کې په يو ګوند بل ته ترجيح نه ورکوؤ

په پاکستان کې دعمران خان دحکومت دخاتمې او شهبازشريف دنوي وزيراعظم په توګه دلوړې کولو وروستو دسپينې ماڼۍ وياندې جان ساکي ويلي يو جمهوري پاکستان دامريکا دګټو لپاره مهم دى او هغوي په يو ګوند بل ګوند ته ترجيح نه ورکوي.
دسپينې ماڼۍ وياندې په پاکستان کې يو سياسي ګوند ته په بل دترجيح نه ورکولو خبره په داسې حال کې کړې ده چې دپاکستان تير وزيراعظم عمران خان دامريکا له لوري هغه ته ددړکې څخه دډک خط ليکلو او دهغه په ضد په پارلمان کې دبې باورۍ دتحريک دنه کاميابيدو صورت کې دپاکستان سختو نتيجو سره دمخ کيدو تور لګولى و.
عمران خان دمسلم ليګ(ن) نوي جوړ شوي حکومت ته د”ددرامد شوي حکومت” نوم ورکړى، دهغه اشاره دواشنګټن له لوري په اسلام اباد کې د حکومت جوړيدو ته ده.
خو بل اړخ ته دپاکستان نوي وزيراعظم شهبازشريف تيره ورځ په قامي اسمبلۍ کې په مشکوک خط دپټې غونډې کولو او سازش په ثابتيدو داستعفا ورکولو اعلان کړيدى.
ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دسپينې ماڼۍ وياندې وويل ” مونږ دجمهوري اصولو په پرامنه ډول داييني جمهوري اصولو ملاتړ کوو، مونږ په يو ګوند بل ګوند ته ترجيح نه ورکوؤ”
دسپينې ماڼۍ وياندې وويل ” يقيناً امريکا دقانون دواکمنۍ او دقانون لاندې ديو شان انصاف ملاتړ کوي ”
هغې وويل امريکا دپاکستان سره دخپلې اوږدمهاله مرستې قدر کوي او تل يې يو خوشحاله او جمهوري دامريکايي ګټو لپاره مهم ګڼلى دى، کوم چې تلپاتې وي ، ددې خبرې برعکس چې مشرتابه څوک دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا جوبايډن به شهبازشريف ته ټيليفون وکړي ، هغې وويل ” دراتلونکو ( ټيليفوني) کالونو په اړه زه په دې مقام او وخت اندازه نه شم لګوى، مونږ دهغوي سره په يو شمير کچو په نزدې رابطه کې اوسو”
په عين حال کې دهند وزيراعظم نريندر مودي او دترکي صدر رجب طيب اردوان وزيراعظم شهبازشريف ته دپاکستان په 23م وزيراعظم منتخب کيدو مبارکي ويلې ده.
په ټويټر خپل پيغام کې نريندر مودي ليکلي دي ” هند په سيمه کې سوله او ثبات او دترهه ګرۍ څخه پاکې سيمې ته ليواله دى ، ترڅو مونږ دپرمختګ چيلنجونو ته پام وګرځولى شو او دخپلو خلکو ښيګړه او خوشحالي باوري کړو”
همدغه راز دترکي صدر رجب طيب اردوان پخپل تيليفوني تماس کې ويلي دشهبازشريف دوزيراعظم په منتخب کيدو “ډير خوشحاله” دى او ويلي يې دي هغه باوري دى چې دشهبازشريف په مشرتابه کې به دپاکستان او ترکي دورورولۍ اړيکې نورې هم قوي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button