افغانستانمهم خبرونهنړۍ

ايران په افغانستان کې دخپلو ډيپلوماتيکو ځايونو دامنيت غوښتنه کړې

ايران په افغانستان کې دخپلو ډيپلوماتيکو ځايونو دامنيت غوښتنه کړې

په ايران کې دافغان مهاجرينو سره دبد سلوکۍ دراپورونو وروستو دافغانستان په بيلا بيلو ښارونو کې داحتجاجي ريليو وروستو ايران په افغانستان کې دخپل سفارت او قونصل خانو دخوندي فعاليت لپاره دامنيت غوښتنه کړې ده.
دايران دبهرنيو چارو دوزارت وياند سعيد خطيب زادى يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه دايران او افغانستان ترمينځ دبدخواهانو او سازشيانو په ضد خبردارى ورکړو.
دنړيوالې خبري ادارې اى پي ترمخه خطيب زادى وويل په هرات کې دايران په قونصليټ او په کابل کې دايران په سفارتخانه کې له احتجاجونو وروستو نورو اقداماتو ته اړتيا ده.
په دې وروستيو کې په ټولنيزه ميډيا يو شمير ناتايده ويډيوګانې مخې ته راغلي چې پکې ليدل شوي چې په افغان مهاجرينو تشدد کيږي په کوم چې افغانانو دغصې څرګندونه کړې ده، ايران دغه تورونه رد کړيدي.
هغه ويلي دي دسفارت خوندي او په هرات او دافغانستان په نورو ښارونو کې داستازو دفعاليت لپاره بشپړ امنيت او ضروري ضمانت ورکول پکار دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button