پاکستانسیاستمهم خبرونه

وزيراعظم شهبازشريف اوونيزې رخصتۍ ددوو څخه يوې ورځې ته راکمې کړې

وزيراعظم شهبازشريف اوونيزې رخصتۍ ددوو څخه يوې ورځې ته راکمې کړې

وزيراعظم شهبازشريف په سرکاري دفترونو کې اوونيزې رخصتۍ ددوو پځايې يوې ورځې ته راکمې کړيدي.
وزيراعظم شهبازشريف دوزيراعظم دچوکۍ سمبالولولو وروستو فرايض ترسره کول پيل کړيدي او په يوه اوونۍ کې يې يې ددوو ورځو رخصتي يوې ورځې ته راکمه کړې ده، همدغه راز شهبازشريف په حکومتي دفترونو کې په روژه کې دکار وختونه دسحر لسو بجو څخه دپيل کولو پځايې سحر اته بجې دپيل کولو امر کړيدى.
وزيراعظم شهبازشريف پخپله هم دروژې دمياشتې لپاره دسرکاري وختونو پځايې دسحر لسو پځايې اته بجې دفتر ته رسيدلى، دوزيراعظم حکومتي دفتر ته په زر رسيدو عملې دحيرانۍ څرګندونه کړې ده.
شهبازشريف دروژې په مياشت کې په ارزانو بازارونو کې دمعياري او په کمو بيعو دڅيزونو دورکړې باوري کولو او دروژې دبازارونو دسختې څارنې امر هم کړيدى.
همدغه راز هغه دپينشن اخستونکو په پنشن کې داضافې او لږ ترلږه تنخا 25 زره روپو کولو په اعلانونو دسملاسي عمل کولو امر کړيدى.
شهبازشريف دوزيراعظم ددفتر افسرانو او عملې ته ويلي هغوي دولس دخدمت لپاره راغلى او يوه شېبه دې هم دلاسه نه ورکوي او ملاګانې دې وتړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button