مهم خبرونه

شهبازشريف دپاکستان وزيراعظم وټاکل شو

  دمسلم ليګ(ن) دلارښود او دپينل او چير دغړي اياز صادق په مشرۍ  دقامي اسمبلۍ غونډه وشوه چې پکې  دپاکستان  دنوي وزيراعظم دټاکنې  لپاره درايې شميرنې عمل ترسره  شو.

له دې وړاندې  دوهم سپيکر قاسم سوري  دغونډې دمشرۍ څخه معذرت اعلان کړو او مشري يې اياز صادق ته وسپارله، دنوي وزيراعظم دټاکلو لپاره  درايې شميرنې وروستو اياز صادق اعلان وکړو چې  دمسلم ليګ(ن) کانديد شهبازشريف  د 174 غړو په ملاتړ دپاکستان وزيراعظم ټاکل شويدى.

  دتيروزيراعظم عمران خان ګوند  پي ټي ايي  دوزيراعظم دټاکنې له  عمل څخه بايکاټ اعلان کړى او دپي ټي ايي ټولو غړو دقامي اسمبلۍ دغړيتوب څخه استعفاګانې ورکړيدي.

 دپي ټي ايي لارښود شاه محمود قريشي  دقامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل هغوي ب دوزيراعظم دټاکنې په عمل کې برخه نه اخلي.

له دې وړاندې دپخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ  دپي ټي ايي دپارليماني ګوند غونډه ترسره شوې ده چې پکې هغه  دهغه دګوند ١٢٢و غړو ګډون کړيدى.

دغونډې وروستو عمران خان اعلان کړى چې هغه به  په قامي اسمبلۍ کې دغلو سره نه کيني او دهغه دګوند ټول غړي به استعفاګانې ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button