افغانستانمهم خبرونه

 طالبانو په افغانستان کې بې کچه بربريت ، تکفير او جهالت پيل کړی دی او همدغه مسايلو ته په کتو يې پريکړه کړې چې د طالبانو په ضد وجنګيږي، پخوانې جنرال سمیع سادات 

ترکيه  ( وحدت نیوز ) د افغانستان د وسلوال پوځ پخواني مشر جنرال سمیع سادات ويلي دي چې طالبانو په افغانستان کې بې کچه بربريت ، تکفير او جهالت پيل کړی دی او همدغه مسايلو ته په کتو يې پريکړه کړې چې د طالبانو په ضد وجنګيږي او د هغه په قول افغانستان ازاد کړي . نوموړي ځينو ټولنيزو رسنيو ته پخپل غږيز پيغام کې ويلي دي چې زمونږ مبارزې کې به هغه کسان نه وي چې د جمهوريت سقوط کې يې لاس درلود ، په فساد چې دخيل وه او د مالکيت او مبارزې روحيه يې نه لرله . ده ويلي پدې نوي بهير کې به هغه کسان هم نه شامليږي چې جرمي سابقه لري . جنرال سميع سادات ويلي دي چې نوي بهير کې به ټول ځوانان وي ، پخوانی سن او غله مو پکار نه دي . ده ويلي د ډيرو سياسي مشرانو او ټولنيزو شخصيتونو سره په خبرو او تفاهم بوخت دی او د کوچني اختر وروسته به په ټول هيواد چې د طالبانو په وړاندې د مقاومت سنګرونه پرانيزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button