پاکستانسیاستمهم خبرونه

عمران خان او ملګرو يې قامي اسمبلۍ څخه دمستعفي کيدو پريکړه وکړه

عمران خان او ملګرو يې قامي اسمبلۍ څخه دمستعفي کيدو پريکړه وکړه

دتحريک انصاف ګوند مشر عمران خان دقامي اسمبلۍ څخه داستعفا ورکولو پريکړه کړې ده.
دپخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ دپي ټي ايي دپارليماني ګوند غونډه ترسره شوې ده چې پکې هغه دهغه دګوند ١٢٢و غړو ګډون کړيدى، غونډه کې قامي اسمبلۍ څخه داستعفاګانو ورکولو په لاره غور شويدى، عمران خان داستعفاګانو په وړانديز دقامي اسمبلۍ دغړو څخه رايې غوښتې ده.
دغوندې برخه والو په عمران خان دباور څرګندونه کړې او او دګوند دمشرتابه سره يې دودريدو باور ورکړيدى، دګوند غړو ويلي داستعفاګانو په اړه چې عمران خان کومه پريکړه وکړي هغوي ته به دمنلو وړ وي.
دپارټۍ غړو وويل کوم وزيراعظم چې هم له حکومت څخه اوځي نو په هغه دبډو رشوتونو تورونه لګي خو په عمران خان دبډو رشوتونو تورونه نشته او خپل ملګري ورسره ولاړ دي.
دميډيا راپورونه وايي دپي ټي ايي غړي داستعفاګانو په اړه تقسيم شويدي، ځينو غړو داسمبلو څخه دنه مستعفي کيدو مشوره روکړې او ويلي يې دي چې داستعفاګانو ورکولو په اړه دې په پارلمان کې جمهوري جنګ وکړى شي.
دصلاح مشورې وروستو عمران خان وويل زما همدا پريکړه ده چې مونږ به له اسمبلۍ څخه استعفاګانې ورکړو، زه ددې غلو سره په اسمبلۍ کې نه شم کښيناستلى، که په يواځې هم په استعفا ورکولو مجبور شو نو استعفا به ورکړم.
عمران خان ميډيا سره په خبرو کې وويل په شهبازشريف دشپاړس اربو او اتوو اربو روپو دبډو رشوتونو کيسونه دي، دى چې څوک هم وزيراعظم ټاکي له دې څخه به لويې دهيواد توهين نه وي، مونږ دقامي اسمبلۍ څخه استعفا ورکوؤ.
دعمران خان ددغه پريکړې وروستو دهغه دقامي اسمبلۍ غړو فرخ حبيب، شفقت محمود، مراد سعيد، عاليه حمزه، شاهد خان، فواد چوهدري او نورو خپل استعفاګانې ټويټ کړيدي، دپي ټي ايي غړو خپلې استعفاګانې ايډيشنل سيکرټري جنرل عامرکياني سره جمع کړيدي.
له دې وړاندې چې عمران خان پارلمان هاوس ته ورسيدو نو يو خبريال له هغه څخه پوښتنه وکړه چې پرون په ولسي احتجاج به هغه څه وايي، عمران ددې په ځواب کې وويل عزت ورکوونکى الله دى.
په ډاګه دې وي چې دوزيراعظم له چوکۍ څخه په لرې کيدو عمران خان په ټول پاکستان کې خپلو کارمندانو ته داحتجاج کولو غږ کړى و دکوم سره سم چې دپي ټي ايي کارمندان سړکونو ته راووتل او دامريکا، ملک دپوځي مشر جنرال قمر جاويد باجوه، استخباراتي شبکې ايي ايس ايي او عدليې په ضد يې شعارونه ورکړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button