پاکستانمهم خبرونهنړۍ

چارواکو شمالي وزيرستان کې دډرون بريد راپور رد کړو

چارواکو شمالي وزيرستان کې دډرون بريد راپور رد کړو

په شمالي وزيرستان کې چارواکو په سيمه کې دډرون بريد ترسره کيدو او پکې دمرګ ژوبلې اوښتو راپور رد کړى او په ولس يې غږ کړيدى چې ددغه رقم خبرونو خپرولو څخه دمخه دې لمړى ددې پخلى کوي.
دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون دويب سايټ له مخې دشمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان او ضلعي انتظاميې دهاغو راپورونو ترديد کړى چې پکې ويل شوي چې دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبرپښتونخوا دقبايلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال علاقه کې دبې پيلوټه الوتکې په يو بريد کې اووه کسان وژل شويدي.
هغوي ويلي دغه راپورونه دټولنيزې ميډيا په بيلا بيلو پليټ فارمو خورولى شي خو په دې کې هيڅ حقيقت نشته.
چارواکو ويلي بايد ولسي وګړي چې دکوم زيان څخه دبچ کيدو لپاره دې په داسې حال کې چې هيواد دنازک وخت څخه تيريږي، ولسي وګړي دبې لارې کوونکو راپورونو څخه دهوکه نه خوري.
له دې وړاندې تيره ورځ په شمالي وزيرستان او په افغانستان کې دډرون بريدونو ناتايده راپورونه خواره شوي وؤ.
دغه ناتايده راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هيواد دتيروزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک دکاميابيدو وروستو له نازک پړاو څخه تيريږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button