پاکستانسیاستمهم خبرونه

محکمې دمشکوک امريکايي خط پلټنو لپاره جمع کړى شوى خواست رد کړو

محکمې دمشکوک امريکايي خط پلټنو لپاره جمع کړى شوى خواست رد کړو

داسلام ابادهايکورټ دتير وزيراعظم عمران خان دحکومت رانسکورولو لپاره ددړکې څخه د ډک مشکوک خط دپلټنو لپاره جمع کړى شوى خواست داوريدو جوګه نه دى ګرځولى او رد کړى يې دى، اسلام اباد هايکورټ دا خواست غيرسنجيده ګرځولى او په خواست ورکوونکي يې يو لک روپۍ جرمانه هم لګولې ده.
داوريدنې په مهال خواست ورکوونکى مولوي اقبال حيدر محکمې ته وړاندې شوى او دريځ يې خپل کړى چې مخالفو ګوندونو دوزيراعظم په ضد دبې باورۍ تحريک جمع کړى، عمران خان لمړى خاموش و او بيا يې ديو خط په ښودلو سره وويل چې دهغه دحکومت په ضد سازش شوى، دسفارتي ليک امريکايي چارواکو ترديد کړى، ددې خط پلټنې پکار دي.
مشر قاضي وويل “” ته دا معامله سياسي ولې جوړوې؟ دا درياست ذمه واري ده، ته ولې عدالت ته راغلې؟
داسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله په پينځوو پاڼو مشتمله ليکلې پريکړه جاري کړې ده.
دمحکمې وينا ده محکمه ډاډه چې دغيرسنجيده خواست سره دسفارتي ليک دلانجمنولو هڅه شوې ده، په پخواني وزيراعظم په خواست کې لګول شوي تورونه فرسوده دي، دسفارتي ليک لانجمن جوړول او مقدمې ته راوړل دهيواد او ولسي ګټې په ضد دي.
په پريکړه کې ويل شويدي دهر وګړي ذمه واري ده چې دهيواد دامنيت حساسې معاملې سياسي جوړې نه کړي او نه دې هم پکې سنسني پيدا کړي.
په خواست کې دپخواني وزيراعظم عمران خان نوم اي سي ايل کې داچولو او سنګينې غدارې مقدمې چلولو خواست هم شوى.
خواست کوونکي چې دپخواني پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف حواله ورکړه نو مشر قاضي وويل عمران خان منتخب وزيراعظم ؤ، دهغه سره دې دپرويز مشرف موازنه ونه کړى شي.
کله چې محکمې له خواست کوونکي وپوښتل چې دهغه څه خواست دى نو مولوي اقبال حيدر وويل امريکا سره اړيکو ته زيان رسيدلى، دمعاملې دپلټنو امر دې وکړى شي، داخله سيکتر پابند دى چې هغه دعمران خان دحکومت درانسکورولو لپاره دمبېنه دړکې څخه دډک خط پلټنې وکړي، دوفاق ذمه واري وه چې هغوي دمعاملې پلټنې کړې وې او معامله يې نړيوالې محکمې ته وړلى وى.
مولوي اقبال حيدر وويل دعمران خانو فوادچوهدري، شاه محمود قريشي نومونه دې په اي سي ايل( بهر ته دسفر نه کولو فهرست) کې واچولى شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button