پاکستانمهم خبرونه

کرک کې په پوليسو دوسله والو بريد، دوه پوليس عسکر ووژل شول

کرک کې په پوليسو دوسله والو بريد، دوه پوليس عسکر ووژل شول

 پېښور( وحدت نيوز)دخېبرپښتونخوا په کرک سيمه کې  دنامعلومو وسله والو په يو بريد کې   يو بريدکوونکى او دوه پوليس عسکر وژل شويدي.

 دپوليس چارواکو وينا ده چې دکرک په احمداباد سيمه کې  دپوليسو په يو ګاډي  دوړاندې څخه په انتظار کې ناستو څلورو  بريدکوونکو ناتاره ډزې کړيدي چې له ا مله يې  دپوليس ګاډي  دچلوونکي په ګډون  دوه پوليس عسکر وژل شويدي.

 دپوليس چارواکو وينا ده چې  دپوليسو په ځوابي ډزو کې هم يو وسله وال  وژل شويدى.

 دپېښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې  اضافي پوليس عسکر رسيدلي، ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې  خو په موټرسايکلو سواره  حمله کوونکي  دپېښې دځايې څخه په تېښته کې بريالي شويدي چې دنيولو لپاره يې  دلټون عمليات دوامداره دي.

 په دې وروستيو کې  دخېبرپښتونخوا بنو، ډيره اسماعيل، شمالي او  دجنوبي وزيرستان په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې په ترهه ګريزو بريدونو  کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

 پرون هم  په بنو کې  دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې له لوري دپټو معلوماتو په اساس ترسره شوو عملياتو کې پينځه ترهه ګر وژل شوي وو  او له هغې څخه يوه ورځ دمخه  هم دبنو په جاني خيلو سيمه کې  دنامعلومو وسله والو په يو بريد کې دوه پوليس عسکر وژل شوي وؤ.

همدغه راز  دتيرخالي په ورځ دلکي مروت په قازي ډهيرۍ نومې سيمه کې دپخوانۍ دښمنۍ په اساس  ډزو کې درې کسان وژل شوي وؤ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button