پاکستانسیاستمهم خبرونه

وزيراعظم شهبازشريف که شاه محمود قريشي؟پريکړه نن کيږي

وزيراعظم شهبازشريف که شاه محمود قريشي؟پريکړه نن کيږي

دپاکستان مسلم ليګ(ن) صدر شهبازشريف او پاکستان تحريک انصاف دوهم مشر شاه محمود قريشي له لوري تيره ورځ دنامزدګۍ دکاغذونو جمع کولو وروستو دوزيراعظم دټاکنې لپاره نن دقامي اسمبلۍ غونډه په دوه بجې راغوښتل شوې ده.
بل اړخ ته قامي اسمبلۍ څخه داجتماعي استعفاګانو ورکولو په معامله دپي ټي ايي غړي ويشلي په نظر راځي.
دتيروزيراعظم عمران خان په ضد په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک دناکامۍ وروستو دمسلم ليګ(ن) دمشر شهبازشريف دوزيراعظم تر چوکۍ درسيدو احتمال دى، شهبازشريف ويلي نوې کابينه به دټولو ايتلافيانو سره له صلاح مشورې وروستو جوړولى شي.
دتحريک انصاف دکور کميټۍ غونډه تيره ورځ دعمران خان په مشرۍ ترسره شوې چې پکې داجتماعي استعفاګانو په اړه کومه ډاګيزه پريکړه مخې ته نه ده راغلې خو ددغه ډلې يو لارښود فوادچوهدري ويلي که چرې شهبازشريف وزيراعظم وټاکل شي نو هغوي به اجتماعي استعفاګانې ورکړي.
اسمبليو څخه داستعفاګانو په معامله دتحريک انصاف مشر عمران خان دغوڅې پريکړې کولو لپاره دپارليماني ګوند غونډه نن دولس بجې پارلمان هاوس ته رابللې ده.
اوس به شاه محمود قريشي دوزيراعظمۍ لپاره په قامي اسمبلۍ کې دشهبازشريف مقابله کوي او که نه؟ او يا به پي ټي ايي او دهغوي دايتلافيانو نور غړي دهغوي سره داسمبلۍ څخه مستعفي شي؟ ددې پريکړه اډاڼه دپي ټي ايي دپارلماني ګوند دغونډې په پايلو ده.
پي ټي ايي پريکړه کړې ده چې که چرې شهبازشريف په پارلمان کې وزيراعظم ټاکل کيږي نو هغوي به سړکونو ته راوځي او دحکومت په ضد به سخت احتجاج کوي.
بل اړخ ته دمسلم ليګ(ن) تل عمري مشر نوازشريف دپاکستان پيپلز ګوند او جمعيت علمائے اسلام دمشرتابه سره ليدنه کړې او دهغوي سره يې په سياسي وضعيت خبرې کړيدي.
دنوې کابينې جوړيدو په اړه ټولو ګوندونو خپل عزايم پټ ساتلي خو ډان ورځپاڼې پخپل يو راپور کې ويلي دپاکستان پيپلز ګوند لارښود نويد قمر دقامي اسمبلۍ دسپيکر دچوکۍ لپاره ترټولو قوي کانديد دى.
دمسلم ليګ(ن) مريم اورنګزيب او رانا ثناء الله داطلاعاتو او داخله وزارت قلمدانونه ترلاسه کولى شي.
تيره ورځ مسلم ليګ(ن) او پي ټي ايي يوځل بيا هاغه مهال يوبل ته مخامخ شول چې شهبازشريف او شاه محمود قريشي ددواړو ګوندونو دمشرانو په بيلا بيلو ډلو کې پارلمان هاوس ته ورسيدل او خپل دنامزدګۍ کاغذونه يې دقامي اسمبلۍ سيکتر سره جمع کړل.
په دغه موقعه دشاه محمود قريشي دبابراعوان دمسلم ليګ(ن) لارښود زاهد حامد او عطا تارړ سره خبرې سختې شوې وې.
شهبازشريف تيره ورځ دپخواني صدر اصف علي زرداري او پيپلز پارټۍ دمشر بلاول بوټو زرداري سره هم ليدنه کړې او ورسره يې په سياسي وضعيت خبرې اترې کړې وې.
له دې وروستو شهبازشريف دجمعيت علمايى اسلام(ف) دمشر مولانا فضل الرحمان سره هم ليدنه کړې او په ملاتړ يې دهغه منه کړې ده.
ميډيا سره په خبرو کې شهبازشريف په ډاګه کړې وه چې په سيمه کې سوله او دګاونډي هيواد هند سره غوره اړيکو ته ليواله دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button