د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه د ایران سفیر ته اندېښنه څرګنده کړه
کابل ( وحدت نیوز ) نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل. د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ایران کي خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې. ښاغلي متقي وویل؛ په ایران کې د افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي، او زیاته یې کړه چې د افغان مهاجرینو له نوم څخه په استفاده هیڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل نمایندګي نکوي. د ایران سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اندېښنو په اړه وویل؛ کله چې د امام علی رضا په مقدس حرم کې د چاقو په مټ ۲ روحانیون او یو خادم زخمي او ووژل شول له هغې وروسته ځینو مغرضو کړیو د یوې پلان شوې دسیسې له مخې په مطبوعاتو کې د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په هدف منفي تبلیغات پیل کړل. ښاغلي بهادر امینیان په ایران کې افغان مهاجرین خپل مېلمانه وبلل او زیاته یې کړه چې له ۴۳ کالو را وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو سلوک ثابته کړې چې د ایراني ولس سره مینه او دوستانه تعامل لري. ایراني سفیر وویل؛ حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باورمندې کړل شي، او زه به ستاسي پیغام خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوم.