پاکستانقبائلمهم خبرونه

داعش باجوړ کې دپخواني صوبيدار دوژنې ذمه واري ومنله

داعش باجوړ کې دپخواني صوبيدار دوژنې ذمه واري ومنله

  تندروه ډلې داعش دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې  دوژلى شوي يو ريټايرډ صوبيدار  دوژلو  ذمه واري منلې ده.

 دپوليسو سرچينو له مخې  دتيرې جمعې په ورځ دباجوړ دماموند په لغړۍ سيمه کې  نامعلومو وسله والو په يو ريټايرډ صوبيدارارزمين خان هاغه مهال  ناتاره ډزې کړې او هغه يې وژلى و چې دغه صوبيدار په لاره روان ؤ.

 داعش دخپل انسټګرام دلارې  په باجوړ کې ددغه پخواني صوبيدار دوژنې ذمه واري منلې ده.

دپېښور تکړه خبريال صفي الله ګل څخه چې کله وحدت نيوز په هيواد کې دداعش دشتون په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وويل ”  امنيتي  او قانون نافذونکو ادارو  منلې ده چې   دلته دداعش سليپر سلز( پټنځايونه) شته، ددې اخستو لپاره دمجرمانو څخه ګټه اخستل کيږي او مجرمانو ته هم دوي پکار وي، څوک چې قلنګونه  هم اخلي، وژنې هم کوي، دعمومي مجرمانو دداعش سره يوځايې کيدل  دخطره خبره ده”

 تيره مياشت هم دپېښور دقيصه خوانۍ په کوچه رسالدار سيمه کې  دجمعې دنمونځ په مهال  دداعش وسله والو په يو جومات ځانمرګي بريد ترسره کړى و چې پکې  له شپيتوو څخه زيات کسان وژل شوي او خواوشا 200 نور ژوبل شوي وؤ.

داعش له دې وړاندې  دپاکستان  په بيلا بيلو سيمو کې دترسره شوو بريدونو دذمه وارۍ منلو ترڅنګ   ګاونډي هيواد افغانستان کې هم  دطالبانو دواکمنيدو راپديخوا  په جوماتونو دترسره شوو مختلفو بريدونو  ذمه واري منلې ده.

 خو دطالبانو دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او په پاکستان کې هم چارواکي  داعش  يو ستر ګواښ نه ګڼي او دريځ لري چې دداعش ډلې فعاليتونه رامحدود کړى شويدي.

 په ډاګه دې وي چې  له دې وړاندې دپاکستان، ايران، چين او روسيې په ګډون دسيمه ييزو هيوادونو له لوري په افغانستان کې داشرف غني دحکومت په مهال په جګړه ځپلي هيواد کې دداعش  په سيوا کيدونکو سرګرميو دانديښنې څرګندونه شوې وه.

 دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې هم ددغه ډلې له لوري نه يواځې دا چې   دبريدونو ذمه وارۍ منل شوي بلکې  دقانون نافذونکو ادارو له لوري يې ګڼ کارمندان هم نيول شويدي، کوم چې ددغه ډلې  په هيواد کې  په شتون دلالت کوي او څيړونکي وايي دمخنيوي لپاره به يې هم کوټلي اقدامات کول وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button