پاکستانقبائلمهم خبرونه

بنو کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې عمليات،5 ترهه ګر ووژل شول

بنو کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې عمليات،5 ترهه ګر ووژل شول

  پېښور( وحدت نيوز) دترهه ګرۍ دمخنيوي  دادارې  پوليسو دخېبپښتونخوا په بنو سيمه کې دترهه ګرو په ضد دپټو اطلاعاتو په اساس عمليات کړي  چې پکې پينځه ترهه ګر وژل شويدي.

 دپوليس چارواکو وينا ده دترهه ګرۍ دمخنيوي دادارې( سي ټي ډي) او دبنو ضلعي پوليسو دشپې په تياره کې  دترهه ګرو دشتون په تايد شوې اطلاع دهويد تاڼې په حدودو زندي فلک شير کې  دغه عمليات ترسره کړيدي.

 دپوليس چارواکو وينا ده  دعملياتو په مهال ترهه ګرو په پوليسو ډزې کړي او په ځوابي ډزو کې پينځه ترهه ګر وژل شويدي.

  دچارواکو له مخې  دترهه ګرو دقبضې څخه درې کلاشنکوفې، ١٢ ميګزينز،٩ ايم ايم، تمانچه، ٣٠ بور تمانچه، ميګزين او  په ګڼ شمير کې کارتوس، شناختي کارډونه، نغدې پېسې، بيلا بيل کارډونه، موبايل فونونه، يو ايي اي ډي  او نور سامامان هم لاسته راوړى دى.

 دسي ټي ډي دچارواکو وينا ده نورو ترهه ګرو دشپې له تيارې څخه ګتې اخستې او په تېښته کې بريالي شويدي، دتښتيدلو ترهه ګرو نيولو لپاره دسي ټي ډي او  ضلعي پوليسو ګډ  دلټونې عمليات دوامداره دي.

 دپوليس چارواکو دا هم ويلي دي چې په عملياتو کې وژلى شوي ترهه ګر  سي ټي او امنيتي ځواکونو ته په بمي چاودنو، دقلنګ او ترهه ګرۍ نورو پېښو کې مطلوب وؤ.

 په دې وروستيو کې  دهيواد په بيلا بيلو برخو او په ځانګړې توګه دخېبرپښتونخوا بنو، ډيره اسماعيل خان، پېښور، شمالي او جنوبي وزيرستان په ګډون په بيلا بيلو سيمو کې  دامنيتي ځواکونو په عملياتو او دترهه ګرو په بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button