پاکستانسیاستمهم خبرونه

پاک پوځ تيره شپه وزيراعظم هاؤس ته د” نابللوميلمنو ” دورتګ خبر رد کړو

پاک پوځ تيره شپه وزيراعظم هاؤس ته د" نابللوميلمنو " دورتګ خبر رد کړو

پاک پوځ دبرطانوي خبري شبکې  هاغه  راپور بې اساسه ګرځولى  چې  پکې  دعوه شوې وه چې  دوزيراعظم دبې باورۍ دووټ دلارې دلرې کيدو په شپه  په يو هيلي کاپټر کې په سخت امنيت کې ” نابللي ميلمانه”  په وزيراعظم عمران خان  پسې وزيراعظم هاؤس ته ورغلي وو.

تيره شپه داسې ګنګوسې وې چې ګنې  وزيراعظم عمران خان دپاک پوځ دځمکني پوځ دمشر  دلرې کولو لپاره چمتو والى نيسي خو وروستو عمران خان  خبريالانو سره په خبرو کې دغه خبر  پخپل رد کړى او ويلي يې وو چې  هغه دپوځ دلرې کولو سوچ هم نه دى کړى.

بي بي سي پخپل راپور کې  ويلي  په داسې حال کې چې په وزيراعظم هاوس کې تيره شپه دکابينې مهمه غونډه  کيده، دوه نابللي ميلمان هم دهيلي کاپټر دلارې، په ځانګړي امنيت کې دتازه دم ځوانانو په حصار کې وزيراعظم هاوس ته ورسيدل او دوزيراعظم  سره يې پاوکم يوه ګينټه ځانله ليدنه وکړه او دسرچينو په اړه يې دعوه کړې وه چې دغه ليدنه ډيره ښه نه وه او دوزيراعظم لپاره په هيلي کاپټر کې ددغو ميلمنو ورتګ غيرمتوقعې و.

 بي بي سي پخپل راپور کې ويلي  دپوځ دسرلښکر  دلرې کيدو نوټيفيکيشن ددفاع دوزارت څخه جاري کيدل وو خو هغه جاري نکړى شو او ددغه انقلابي بدلون په اړه دوزيراعظم هاوس هڅه ناکامه شوې ده.

نن داتوار په سحر دپاک پوځ دعامه اړيکو دڅانګې له لوري جاري کړى شوي بيان کې ويل شويدي چې دبي بي سي دغه خبر دحقايقو په ضد دى، په دغه پروپيګنډه خبر کې هيڅ معتبرې، مستند او اړونده سرچينې نشته او دا دبنيادي صحافتي اقدارو په ضد دى، په دغه جعلي خبر کې هيڅ حقيقت نشته او په واضحه توګه  ديوې ډاګيز جعلي خبر دخوريدو برخه ده.

 بي بي دحکومتي سرچينو له قوله ليکلي وو که  دوزيراعظم په حکم دپوځ دسرلښکر دلرې کولو عمل بشپړ شوى هم وى نو دناچله ګرځولو بندوبست يې دوړاندې څخه شوى او تيره شپه داسلام اباد هاييکورټ تالې پرانستل شوې او د مشر قاضي اطهرمن الله عمله هايکورټ ته رسيدلې وه.

په راپور کې ويل شوي وو هايکورټ په هنګامي ډول ديو خواست  اوريدنه کوونکى وى چې پکې ديو ولسي وګړي عدنان اقبال ايډوکيټ دوزيراعظم عمران خان له لوري دځمکني پوح دمشر دلرې کولو ممکنه نوټيفيکيشن په عدالت کې چيلنج کړى و.

په دغه خواست کې ويل شوي وو عمران خان دسياسي او شخصي مقصدونو دترلاسه کولو لپاره دخپلو اختياراتو ناجايزه استعمال په ترڅ کې دځمکني پوح دمشر دلرې کولو سفارش کړى نو ځکه  عدالت دې په غوره ولسي ګټه کې دغه خواست ناچله کړي، په راپور کې دا دعوه هم شوې چې  دوزيراعظم دخواهش باوجود  دا نوټيفيکيشن جاري نکړى شو او دغسې په دې داوريدنې موقعه هم رانغله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button