پاکستانسیاستمهم خبرونه

اسلام اباد: دنوي وزيراعظم ټاکنه سبا کيږي،شهبازشريف او شاه محمود قريشي کاغذونه جمع کړل

اسلام اباد: دنوي وزيراعظم ټاکنه سبا کيږي،شهبازشريف او شاه محمود قريشي کاغذونه جمع کړل

 دعمران خان دوزيراعظم دچوکۍ څخه دلرې  کيدو وروستو  دنوي وزيراعظم لپاره  دمسلم ليګ(ن) مشر شهبازشريف او دپخواني واکمن ګوند تحريک انصاف مرستيال  مشر شاه محمود قريشي خپل  دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړيدي.

  دعمران خان  په ضد دبې باورۍ دتحريک دکاميابيدو وروستو اوس دنوي  وزيراعظم دټاکنې عمل پيل شويدى،  دکوم لپاره چې دنامزدګۍ دکاغذونو جمع کولو لپاره نن دوه بجو پورې وخت ورکړى شوى و.

 دمتحده مخالفو ګوندونو له لوري دنوي وزيراعظم لپاره دمسلم ليګ(ن) دمشر شهبازشريف  دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړى شويدي،شهبازشريف  پخپله دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړي او خواجه اصف او رانا تنوير دشهبازشريف تايد او تصديق کوونکي وؤ.

 بل اړخ ته  تحريک انصاف هم  دوزيراعظم عمران خان په ضد په قامي اسمبلۍ کې  دبې باورۍ دتحريک دکاميابيدو باوجود هم دميدان خالي نه پريښودو پريکړه کړې ده او دايوان دنوي لارښود لپاره  پخواني  خارجه وزير او دپي ټي ايي مرستيال مشر شاه محمود قريشي دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړيدي، دشاه محمود قريشي تايد او تصديق کوونکي عامر ډوګر او علي محمدخان دي، دشاه محمود قريشي له لوري څلور دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړى شويدي.

 دنوي وزيراعظم ټاکنه سبا دګل په ورځ کيږي

 په ډاګه دې وي چې  دمتحده مخالفو ګوندونو له لوري دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک دکاميابيدو وروستو   دقامي اسمبلۍ  دچوکۍ يو سمبالونکي او دمسلم ليګ(ن) لارښود اياز صادق  اعلان کړى و چې  دنوي وزيراعظم ټاکنه به دګل په ورځ کيږي، دقامي اسمبلۍ غونډه سبا دګل دورځې ١١و بجو پورې ځنډول شوې ده.

 په ډاګه دې وي چې  دمتحده مخالفو ګوندونو له لوري دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک جمع کړى شوى  و  کوم  چې په قامي اسمبلۍ کې  د174ؤ غړو په ملاتړ کامياب شوى و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button