پاکستانمهم خبرونه
دپوځ سرلښکر نه دى لرې کړى شوى، عمران خان
وزيراعظم عمران خان د پاکستاني پوځ دسرلښکر د لرې کولو دخبرونو ترديد کړى دى.
اسلام آباد ( وحدت نیوز ) وزيراعظم عمران خان د پاکستاني پوځ دسرلښکر د لرې کولو دخبرونو ترديد کړى دى.
د ذريعو وينا ده چې چې پخپله وزيراعظم عمران خان دپوځ دسرلښکر د لرې کولو دخبر ترديدکړىدى، په ډاګه دې وى چې له دې وړاندې په سوشل ميډيا خبرونه چليدل چې دوزيراعظم له لوري دپاک پوځ مشر لرې کړى شويدى. خو خبريالانو سره په خبرو کيې وزيراعظم عمران خان وييلي دي چې په يو صورت کې به هم شکست نه مني. هغه وويل بهرنے سازش به کاميابيدو ته نۀ پريږدي عمران خان وييلي دي چې په عسکرى ډيپارټمنټ کې هيڅ قسمه بدلون نه شى کولى. عمران خان وويل چې نه يې وړاندې کله شکست تسليم کړے ، نه به يې اوس تسليم کړي، دپاک پوځ مشر بدلولو هيڅ خبره نه ده شوې، نۀ يې داسې سوچ کړى دى