افغانستانمهم خبرونه

د افغانستان پخوانی صدر ډاکټر اشرف غني استاد سیاف سره دخبرو هڅه کوي

د افغانستان پخوانی صدر ډاکټر اشرف غني استاد سیاف سره دخبرو هڅه کوي

جلاوطنه افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني هڅه وکړه چې له پخواني جهادي قومندان استاد عبدالرب رسول سیاف سره ټیلیفوني خبرې وکړي، خو استاد سیاف پرېکړه کړې چې له ډاکټر اشرف غني سره خبرې ونه کړي.استاد سیاف ته د نزدې سرچینو په وینا، دا مهال استاد عبدالرب رسول سیاف په ترکیه کې دی اؤ ډاکټر اشرف غني د افغانستان د سیاسي او ټولنیز وضعیت د ښه کولو په هڅه کې غواړي هغه سره خبرې اترې وکړي ترڅو افغانستان نور له جګړې وباسي، خو سرچینه دعوه کوي چې استاد سیاف له ډاکټر اشرف غني سره له خبرو کولو منعې کړل شوی دی. د سر چینې  وینا ده چې استاد سیاف پخپله هم له ډاکټر اشرف غني څخه خفګان لری.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button