پاکستانمهم خبرونه

اسلام آباد هائي کورټ کښې په ملک کښې د مارشل لا د ځنډولو لپاره درخواست دائر کړے شوې دې

اسلام آباد هائي کورټ کښې په ملک کښې د مارشل لا د ځنډولو لپاره درخواست دائر کړے شوې دې

اسلام آباد هائي کورټ کښې په ملک کښې د مارشل لا نافذولو د بندولو درخواست دائر کړې شوې دې۔ سرچينې وائي دمارشل لا په ضد اسلام اباد هاي کورټ کې درخواست دائر کړل شوې دې. تر دې وړاندې سپريم کورټ د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس د شپې 12 بجې د عدالت د بيا پرانستلو امر وکړو او د قامي اسمبلۍ سيکرټري او ايډيشنل سيکرټري قانون سازۍ ته يې وربللي وو. د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د عدالت کمره نمبر اول د ختمولو هدايات کړي او عدالتي عمله هم په فوري توګه اسلام آباد هائي کورټ ته طلب کړے شوي ده۔ د اسلام اباد هائي کورټ رجسټرار خپل دفتر ته رسېدلې دې په داسې حال کې چې د اسلام اباد هائي کورټ په شاوخوا کې رېنجرز ګمارل شوي دي. د نهې په ورځ د وفاقي كابينې په ځانګړې غونډه كښې د سپيكر٬ سېنېټ چيئرمېن او چيف جسټس سره د شريكولو منظوري وركړې شوه۔ ياده دې وي چې اسلام آباد هائي کورټ څه موده وړاندې په يو تحريري حکم کښې هيله څرګنده کړې وه چې وزيراعظم به د حلف خلاف ورزي او د قامي ګټو خلاف اطلاعات نه افشا کوي۔ هائي کورټ په يو ليکلي حکم کې د وزيراعظم د څوکۍ حلف ته اشاره کړې او ويلي يې دي هيله ده چې وزيراعظم به د خپل حلف نه سرغړونه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button