پاکستانسیاستمهم خبرونه

دسترې محکمې دپريکړې وروستو دايي ايس ايي دمشر او عمران خان ليدنه

دسترې محکمې دپريکړې وروستو دايي ايس ايي دمشر او عمران خان ليدنه

  دسترې محکمې  له لوري   دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک دردولو په اړه دقامي اسمبلۍ ددوهم سپيکر قاسم سوري رولنګ غيراييني ګرځولو او داسمبلۍ دپځايې کولو دپريکړې وروستو وزيراعظم عمران خان  دهيواد داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي  دمشر سره ليدنه کړې ده.

 دسرچينو وينا ده  دايي ايس ايي مشر ليفټننټ جنرال  نديم انجم او وزيراعظم عمران خان  په دغه ليدنه کې دهيواد په مجموعي سياسي وضعيت غږيدلي دي خو په دې اړه نور جزيات مخې ته  نه دي راغلي.

 دايي ايس ايي مشر او وزيراعظم دغه ليدنه په داسې  حال کې کړې ده چې دسترې محکمې له لوري  داسمبلۍ دپځايې کولو او  دقامي اسمبلۍ ددوهم سپيکر قاسم سوري  دوزيراعظم په ضد دمخالفو ګوندونو له لوري دبې باورۍ دتحريک دردولو درولنګ دغيراييني ګرځول کيدو وروستو په هيواد کې ګنګوسه ده چې   وزيراعظم عمران خان او دهغه  په حکومت کې شامل وزيران نن اجتماعي استعفاګانې ورکولى شي.

 په دې اړه دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد هم نن  ميډيا سره په خبرو کې ويلي” مونږ ټولو ته په يوه خله مستعفي کيدل پکار دي”

 دسترې محکمې دحکم سره سم سبا په ٩م اپريل لس بجې دقامي اسمبلۍ غونډه رابللى شي چې پکې  دعمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ په تحريک  دقامي اسمبلۍ غړي رايې اچوي، که چرې دغه تحريک کامياب شي نو دعمران خان حکومت به ختم او  نوى وزيراعظم به ټاکل کيږي او که ناکام شي موجوده حکومت به خپلې چارې مخ په وړاندې بوځي.

  دبې باورۍ دتحريک څخه دبچ وتلو لپاره  وزيراعظم عمران خان ته په قامي اسمبلۍ کې د١٧٢ؤ غړو دملاتړ ضرورت دى خو عمران دخپل ايتلافي ګوند مسلم ليګ(ق) دغړو په ګډون دا مهال په قامي اسمبلۍ کې د١٦٤و غړو ملاتړ لري  او مخالف ګوندونه د١٧٦ څخه  نيولې تر ٢٠٠ؤ غړو دملاتړ دعوه کوي اوڅيړونکي وايي  په ظاهره هم له دې ويرې عمران خان  دبې باورۍ په تحريک ووټنګ کول نه غواړي.

 خو عمران خان  بيا وايي  دهغه دحکومت  نسکورولو لپاره  نړيوال سازش روان دى، عمران خان  دعوه لري چې   امريکا هغه ته ددړکې څخه ډک خط ليکلى  او  دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحريک پشا هم  ديو بهرني هيواد لاس دى.

 هم په دې نکته  دقامي اسمبلۍ دوهم سپيکر قاسم سوري  دمخالفو ګوندونو له لوري دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک دايين په ضد ګرځولى و خو وروستو سترې محکمې  دهيواد دسياسي  وضعيت دخپلې اندې نوټس واخستو او ددوهم سپيکر رولنګ يې غيراييني وګرځولو په کوم چې په ظاهري ډول  حکومت دمايوسۍ ښکار دى او داطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري تيره ورځ دسترې محکمې  دغه پريکړه بدقسمته ګرځولې وه.

 خو اپوزيشن ګوندونو بيا دسترې محکمې پريکړې ته هرکلى ويلى او دا يې د قانون، ايين او جمهوريت په  ګټه بللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button