پاکستانسیاستمهم خبرونه

شيخ رشيد وايي “مونږ ټولو ته په يوه خله مستعفي کيدل پکار دي”

شيخ رشيد وايي "مونږ ټولو ته په يوه خله مستعفي کيدل پکار دي"

دکورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد ويلي دي هغه درې مياشتې دمخه وزيراعظم عمران خان ته مشوره ورکړې وه چې “استعفانې ورکړئ، نوې ټاکنې وکړئ او اسمبلي ماته کړئ”
په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دسترې محکمې له لوري دقامي اسمبلۍ دپځايې کولو پريکړې ته په اشارې کولو سره شيخ رشيد وويل ” دتيرې ورځې دپريکړې سره په قام کې دمايوسۍ چپه خوره شوې ده او زياته يې کړه چې ” دګنده نالۍ ښختې دواک په محل کې لګولى شي، بهرني طاقتونه زمونږ په ازادۍ او خپلواکۍ مسلط کيدل غواړي، لويې قوتونه هم دغه رقم بې باوري کوي او خلک اخلي، لمړى لويې غله دروغتيا په بهانه بهر ته تښتولى شي،ټول قوتونه په دې کيس کې بې پردې شويدي، قام ته هر څه معلوم دي چې څه وشول، ولې وشول او چا وکړل ”
هغه وويل” زه په هاغه وخت کې هم سم و چې ويلي مې وو ايمرجنسي ولګوه، ګورنر راج راوړه، زه اوس هم وايم چې مونږ ټولو ته په يوه خله مستعفي کيدل پکار دي”
دهغه وينا وه ” ددې غلو سره هيواد نه شي چليدى، مونږ ته بهر راوتل پکار دي او قام ته ويل پکار دي چې دمخالفو ګوندونو اصل مخونه څه دي، ددوي په ضد هم دا يو حل دى، اخري لاره دا ده چې مونږ استعفاګانې ورکړي”
تيره ورځ سترې محکمې دوزيراعظم عمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو له لوري په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحريک دغيراييني ګرځولو او مستردولو په اړه دقامي اسمبلۍ دمرستيال سپيکر قاسم سوري پريکړه دايين په ضد ګرځولې وه او قامي اسمبلي يې بيرته پځايې کړې وه.
سترې محکمې امر کړى و چې دقامي اسمبلۍ غونډه دې دخالي په ورځ په ٩م اپريل لس بجې درابللو امر کړى و او ويلي يې که چرې دعمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ تحريک بريالى شي نو نوى وزيراعظم دې وټاکل شي او که که ناکام شي نو بيا دې موجوده حکومت خپلې چارې دوامداره وساتي.
سترې محکمې دا امر هم کړى و چې وزيراعظم صدر ته داسمبلۍ دماتولو مشوره نه شي ورکولى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button