مهم خبرونهنړۍ

اوکراين کې دروسي راکټي بريد 30 کسان وژلي ،100 ژوبل

اوکراين کې دروسي راکټي بريد 30 کسان وژلي ،100 ژوبل

نړيوالې خبري ادارې رويټرز پخپل راپور کې دسرکاري اور ګاډي کمپنۍ له قول ويلي دجمعې په ورځ په ختيځ اوکراين کې داورګاډي په سټيشن دروسيې په يو راکټي بريد کې له30 ؤ څخه زيات کسان وژل شوي او له 100ؤ نور ژوبل شويدي، خو دميډيا ځينې راپورونه بيا وايي روسي په اصل کې دکروزميزايل حمله کړې ده.
داوکراين ښار کرامارسک باندې دوه روسي راکټونه په داسې حال کې راپريوتي چې خلکو دهيواد خوندي سيمو ته دتللو هڅه کوله.
درويټرز دراپور له مخې روسيې په سمدستي توګه دبريد په اطلاعاتو تبصره نه ده کړې او نه يې هم دمرګ ژوبلې په اړه څه ويلي، ماسکو په اوکراين دفرورۍ په ٢٤مه نيټه دبريد وروستو د ولسي وګړو دپه نخښه کولو راپورونه ردوي.
دډونيټسک سيمې والي يا ګورنر پاولو کاييرلينکو وينا ده دراکټي بريدونو په مهال داور ګاډي په سټيشن کې په زرګونو خلک راټول شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button