پاکستانمهم خبرونه

اسلام اباد: دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ نن څلور غونډې ترسره کيږي

اسلام اباد: دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ نن څلور غونډې ترسره کيږي

 دسترې محکمې له لوري  دقامي اسمبلۍ دسپيکر دبې باورۍ دتحريک په اړه درولنګ غيراييني ګرځولو او اسمبلۍ دپځايې کولو له پريکړې وروستو  وزيراعظم عمران خان  نن څلور مهمې غونډې رابللي دي.

 تيره ورځ  سترې محکمې  دوزيراعظم عمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو له لوري په قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ  دتحريک دغيراييني ګرځولو او مستردولو  په اړه دقامي اسمبلۍ  دمرستيال سپيکر  قاسم سوري  پريکړه دايين په ضد ګرځولې وه او  قامي اسمبلي يې بيرته پځايې کړې وه.

سترې محکمې امر کړى و چې  دقامي اسمبلۍ غونډه دې دخالي په ورځ په ٩م اپريل  لس بجې درابللو امر کړى و او ويلي يې که چرې دعمران خان په ضد دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ تحريک بريالى شي نو نوى وزيراعظم دې وټاکل شي او که  که ناکام شي نو بيا دې موجوده حکومت خپلې چارې دوامداره وساتي.

سترې محکمې  دا امر هم کړى و چې  وزيراعظم صدر ته داسمبلۍ دماتولو مشوره نه شي ورکولى.

  دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ دقانوني ډلې غونډه يوولس بجې رابلل شوې، غونډه کې دسترې محکمې دپريکړې جاج اخستل کيږي او په موجوده وضعيت کې پکې په قانوني لارو چارو غور کيږي.

 دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ دکابينې ځانګړې غونډه هم نن ترسره کيږي چې پکې  دهيواد په سياسي وضعيت غور کيږي، غونډه کې به دعمران خان ددعوې سره سم دغيرملکي  دړکې څخه  په ډک خط هم مشوره کيږي  او داينده په تګلاره به هم صلاح مشوره کولى شي.

 ددې ترڅنګ به  دوزيراعظم عمران په مشرۍ  دسياسي کميټۍ غونډه هم نن يوه بجه ترسره کيږي چې پکې په موجوده سياسي وضعيت غور کيږي او عمران خان به  داينده ټاکنو په اړه  دګوند دمشرانو سره صلاح مشوره کوي.

 همدغه راز به دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ دپارليماني کميټۍ غونډه هم نن   درې بجې په وزيراعظم هاوس کې کيږي او ورسره به  عمران خان نن ماښام قام ته وينا هم کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button