پاکستانسیاستمهم خبرونه

اسلام اباد هايکورټ پيکا ترميمي آرډيننس غيراييني ګرځولى دى.

اسلام اباد هايکورټ پيکا ترميمي آرډيننس غيراييني ګرځولى دى.

اسلام اباد هايکورټ دپريوينشن اف اليکټرانک کرايمز(پيکا) ترميمي ارډيننس(صدارتي حکمنامه) په ضد په خواستونو محفوظ کړى شوې پريکړه اورولې او دا ارډيننس يې ناچله ګرځولى دى.
داسلام اباد هايکورټ مشر قاضي ، قاضي اطهرمن الله په څلورو پاڼو مشتمل ليکلې حکمنامه جاري کړې ده چې ترمخه يې پيکا ارډيننس غيراييني ګرځولى شويدى، اسلام اباد هايکورټ ويلي ارټيکل 19 دازادۍ حق ورکوي.
اسلام اباد هايکورټ په پيکا ارډيننس کې دعزت دسپکاوي لاندې سزا هم داين په ضد ګرځولې ده او ويلي يې دي دغه ارډيننس دارټيکل 19،14،9 او 19 اى په ضد دى، دپيکا ارډيننس لاندې شوې ټول اقدامات هم ناچله ګرځولى شويدي.
نن په ترسره شوې اوريدنه کې دوهم اټارني جنرل، دايف ايي اى مشر بابر بخت قريشي هم عدالت ته وړاندې شويدي.
قاضي اطهرمن الله په دې موقعه وويل دخلکو بنيادي حقونه پامليږي، ددې څوک مسول دي؟ دعدالت په وړاندې دکار کولو طريقه(ايس او پيز) کيښودى شول او هم دهغې څخه سرغړونه وشوه.
مشر قاضي وويل وفاقي پلټنيزې ادارې( ايف ايي اى) دايس او پيز څخه سرغړونه کړې او هاغه دفعې يې لګولي کومې چې نه لګيدې، هغوي دغه دفعې ځکه ولګولې ترڅو له عدالت څخه بچ شي.
په ډاګه دې وي چې سږکال په ٢٠مه فرورۍ درخصتۍ په ورځ صدر ډاکټر عارف علوي دپاکستان اليکټرانک کرايمز ايکټ( پيکا) ترميمي ارډيننس ترڅنګ دټاکنو ايکټ کې دترميم صدارتي حکمنامه( ارډيننس) جاري کړى و.
دپيکا ترميمي ارډيننس په سيکشن 20 کې ترميم شويدى دکوم له مخې چې د”شخص” تعريف بدل کړى شوى او او په “شخص” کې هره کمپني، اداره يا اتهارټي شامل ده او په ترميمي آرډيننس کې دکوم تن په تشخص دحملې په صورت کې بند ددريوو کلونو څخه پينځوو کلونو ته سيوا کړى شوى و.
دآرډيننس له مخې محکمه به په شپږو مياشتو کې دننه دکيس پريکړه کوي او هره مياشت به دکيس جزيات هايکورټ کې جمع کوي.
دپيکا آرډيننس له مخې اليکټرانک کرايمز ايکټ ٢٠١٦م کې دپيمرا لايسنس يافته ټي وي چينلو ته ترلاسه استثنا ختمه کړى شوې دکوم وروستو چې به اوس په تيليويزيون دکوم فرد په اړه دجعلي خبر يا ټوقه هم اليکټرانک جرم ګڼلى شي.
دغه آرډيننس دهيواد دخبريالانو له لوري دصحافت په ازادۍ قدغن ګرځولى شوى و او له حکومت څخه غوښتنه شوې وه چې دغه آمرانه اقدام دې زر تر زره واپس واخلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button