پاکستانسیاستمهم خبرونه

دقامي اسمبلۍ غونډه دخالي په ورځ سحر لس نيمې بجه راوبلل شوه

دقامي اسمبلۍ غونډه دخالي په ورځ سحر لس نيمې بجه راوبلل شوه

دقامي اسمبلۍ غونډه سبا( دخالي په ورځ) سحر لس نيمې بجې رابلل شوې ده او دغونډې شپږ نکاتي ايجنډا جاري کړى شوې ده.
دقامي اسمبلۍ دغونډې درابللو په اړه دسترې محکمې دپريکړې تايد شوې کاپي دقامي اسمبلۍ سيکرټريټ ته ترلاسه شوې ده، دقامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ته هم عدالتي پريکړه ليږل شوې ده چې پکې سترې محکمې سپيکر ته سبا سحر دغونډې راغوښتو امر کړيدى، غونډه به دخالي په ورځ په ٩م اپريل سحر لس نيمې بجې ترسره کيږي چې پکې دبې باورۍ په تحريک ووټنګ په څلورم نمبر دى.
بل لوري ته ټاکل شوې ده عمران خان به نن ماښام قام ته وينا کې يو مهم اعلان کوي.
دبې باورۍ دتحريک څخه دبچ وتلو لپاره وزيراعظم عمران خان ته په قامي اسمبلۍ کې د١٧٢ؤ غړو دملاتړ ضرورت دى خو عمران دخپل ايتلافي ګوند مسلم ليګ(ق) دغړو په ګډون دا مهال په قامي اسمبلۍ کې د١٦٤و غړو ملاتړ لري او مخالف ګوندونه د١٧٦ څخه نيولې تر ٢٠٠ؤ غړو دملاتړ دعوه کوي اوڅيړونکي وايي په ظاهره هم له دې ويرې عمران خان دبې باورۍ په تحريک ووټنګ کول نه غواړي.
خو عمران خان بيا وايي دهغه دحکومت نسکورولو لپاره نړيوال سازش روان دى، عمران خان دعوه لري چې امريکا هغه ته ددړکې څخه ډک خط ليکلى او دمخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحريک پشا هم ديو بهرني هيواد لاس دى.
هم په دې نکته دقامي اسمبلۍ دوهم سپيکر قاسم سوري دمخالفو ګوندونو له لوري دوزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک دايين په ضد ګرځولى و خو وروستو سترې محکمې دهيواد دسياسي وضعيت دخپلې اندې نوټس واخستو او ددوهم سپيکر رولنګ يې غيراييني وګرځولو په کوم چې په ظاهري ډول حکومت دمايوسۍ ښکار دى او داطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري تيره ورځ دسترې محکمې دغه پريکړه بدقسمته ګرځولې وه.
خو اپوزيشن ګوندونو بيا دسترې محکمې پريکړې ته هرکلى ويلى او دا يې د قانون، ايين او جمهوريت په ګټه بللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button