افغانستانمهم خبرونهنړۍ

طالبانو دخپل بينر او انځورونو شلونکي ښځې نيولي

طالبانو دخپل بينر او انځورونو شلونکي ښځې نيولي

طالبانو دافغانستان په باميان ولايت کې   لس هاغه ښځې نيولي او دځان سره يې بوتللي  چې  دطالبانو انځورونه او بينرونه يې شلولي وؤ.

 دبرطانوي خبري شبکې دپښتو څانګې دراپور له مخې   دښځو له لوري دطالبانو دانځورونو شلولو ويډيو په ټولنيزه ميډيا  زياته خپره شوې وه.

دغه ښځې  دطالبانو سره دافغان ميرمنو دتعليم په حق  دخبرو کولو لپاره دغه غونډې ته ورغلې وې، خواوشا 400 ښځې او جينکۍ، چې زياتره پکې دثانوي ښوونځي او پوهنتون  ته تلونکې  وې، داپريل په لمړۍ نېټه   دمرکزي ښار باميان دلوبو په يو هال کې راټولې شوې وې، هغوي ته ويل شوي وو دلته به  دتعليم دحق ترلاسه کولو په اړه دخبرو موقعه ترلاسه کړي، خو دغه  غونډه دسيمه ييزو طالبانو لپاره يوه ريلي ختلې وه  چې پکې دتعليم په اړه يو ټکى هم نه و ويل شوى، قهريدلو ښحو دطالبانو يو بينر شلولى و او غوښتنه يې کړې وه  چې دهغوي غږ دې واوريدل شي.

  دبي بي سي   په دغه راپور کې  دا هم ويل شوي دي  دهرات ولايت په اسلام قلعه کې يوه زده کوونکې چې ايران ته دزده کړو لپاره  روانه وه، دمحرم نه لرلو له امله طالبانو وهلې ټکولې ده.

 راپور وايي  په خواله رسنيو کې  ددغه  جينۍ زده کوونکې داسې انځورونه خپاره کړى شوي چې پکې ښکاري دهغې لاسونه او دبدن نورې برخې  دوهلو ټکولو له امله شنې شويدي.

 دغه جينۍ   دايران په مشهد کې زده کړې کولې او دعلم ترلاسه کولو لپاره ايران ته روانه وه.

 تيره ورځ  داسې راپور هم مخې ته راغلى وى چې پکې دبدخشان پوهنتون محصلينو ويلي وو دتراويح دنمونځ نه کولو له امله طالبانو هغوي  وهلي ټکولي دي.

همدغه راز طالبانو تيره ورځ دکابل ايمرجنسي روغتون هم دمرګ ژوبلې ددقيقې شميرې ورکولو څخه منعې کړى و.

دطالبانو دسختو اقداماتو له امله  په افغانستان کې ګڼ دميډيا مرکزونه  تړل شوي، خبريالان ترې بهرنيو هيوادونو ته په تېښته مجبور شوي او چې کوم خبريالان په افغانستان کې پاتې دي دهغوي سره هم وخت په وخت دطالبانو له لوري  دناروا سلوک راپورونه ترلاسه کيږي.

 همدغه راز کوم خلک او مدني فعالان چې  دطالبانو په حکومت نيوکې  کوي  هغوي څه موده وروستو بې درکه کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button