بلوچستان کې عمليات،2 پوځيان او 2 ترهه ګر ووژل شول
بلوچستان کې عمليات،2 پوځيان او 2 ترهه ګر ووژل شول
دپاک فوځ دعامه اړيکو څانګې( ايي ايس پي ار) وينا ده چې دبلوچستان په مشکۍ سيه کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړيدي چې پکې دوه ترهه ګر وژل شويدي او په ځوابي عملياتو کې ددوو پوځيانو دوژل کيدو ترڅنګ يو پوځي افسر ژوبل شوى هم دى.
دايي ايس پي ار له مخې دغه عمليات د7م او 8م اپريل ترمينځ دپټو اطلاعاتو په اساس ترسره شوي وو چې پکې له ترهه ګرو څخه وسله او ګوله بارود هم لاسته راوړل شويدي کوم چې دسولې دخرابولو لپاره کارول کيدونکي وؤ.
دايي ايس پي ار له لوري دجاري کړى شوي بيان له مخې ” دبلوچستان امن, ثبات او پرمختګ دسبوتاژ کولو دهڅو ناکامولو لپاره ژمن يو “
په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دسرښار پېښور، شمالي او جنوبي وزيرستان په ګډون دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دبدامنۍ په پېښو کې اضافه راغلې ده دکوم څخه چې دڅيړونکو په قول په ډاګه کيږي چې ترهه ګريزې ډلې يو ځل بيا دمنظم کيدو هڅې کوي.
دڅيړونکو وينا ده هيواد څخه دترهه ګرۍ دجرړو ويستلو لپاره پرته له کوم امتياز څخه دوخت ضايع کولو پرته کوټلي اقدامات کول وي.