افغانستانمهم خبرونهنړۍ

کابل: طالبانو ايمرجنسي روغتون دمرګ ژوبلې ددقيقې شميرې ورکولو څخه منعې کړو

کابل: طالبانو ايمرجنسي روغتون دمرګ ژوبلې ددقيقې شميرې ورکولو څخه منعې کړو

د کابل په ايمرجنسي روغتون کې يوې باوري سرچينه ويلي طالبانو ورته حکم کړى چې له دې وروسته به د امنيتي پېښو د قربانيانو په اړه معلومات نه خپروئ.
طالبانو دا بنديز تېره ورځ وروسته له هغې لګولى چې دوی د پُل خشتي جومات د چاودنې د تلفاتو شمېر ۶ تنه؛ خو د ايمرجنسي او ابن سينا روغتونو ۲۴ تنه اعلان کړو.
رسنيز کارپوهان وايي، طالبان هڅه کوي، چې له خلکو اصلي جزيات او حقيقت پټ وساتي.
طالبانو چې په افغانستان کې واک ته نه وو رسيدلي نو په افغانستان کې دخپله اړخه په ترسره کيدونکو حملو کې به يې دمرګ ژوبلې شميره دحکومتي شميرې څخه سيوا ښودلې خو اوس چې واک ته رسيدلي نو عموماً په بمي چاودنو او حملو کې دروغتونونو دشميرې برعکس دمرګ ژوبلې شميره ډيره ټيټه ښايي.
پوهان په دې نظر دي چې په دې عصري دور کې ميډيا ته داصل شميرې نه ښودل به دطالبانو حکومت ته دګټې پځايې زيان رسوي او په دې اړه به پوښتنې راولاړې کړي چې ګنې طالبان چې کومه شميره ښايي هغه مستند او دقيقه شميره ده.
طالبانو دعوه لرله چې دهغوي واکمني به دهغوي دلمړي حکومتي دور څخه دبيل طرز وي خو په دې وروستيو کې چې دهغوي لخوا کوم په تدريجي ډول کوم سخت اقدامات او پريکړې شوي ، څيړونکي وايي داسې نه ښکاري چې دطالبانو په فکر کې بدلون راغلى وي.
طالبانو نه يواځې دا چې دافغانستان ښځو ته په کابينه او دکار په ځايونو کې دروزګار اجازه ورکوي بلکې دجينکو په تعليم يې تر دې مهاله بنديز لګولى، دبشري حقونو او مدينې ټولنې فعالې يو شمير ښځې دطالبانو په حکومت کې بې درکه دي او دبهرنيو حکومتونو او بشري حقونو دادارو له لوري پرې په خبريالانو دبنديزونو ترڅنګ دبشري حقونو دسرغړونو تورونه هم دي. دطالبانو همددغه سختو اقداماتو له امله دهغوي حکومت تر دې مهاله دنړۍ يو حکومت هم په رسميت نه دى پيژندلى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button