هند: دسخت دريځه هندوانو دجومات دپاڅه رقص،د”جى شري رام” نعرې
هند: دسخت دريځه هندوانو دجومات دپاڅه رقص،د"جى شري رام" نعرې
دهند داترپرديش رياست دغازي پور په ګهمار نومې کلي کې دانتها خوښو هندوانو دجومات دتقدس دپامال کولو يوه ويډيو په ټولنيزه ميديا وايرل شوې، په دغه ويډيو کې ليدل کيږي چې په لاسونو کې دزعفراني رنګ بيرغونو پورته کوونکو پاريدلو هندوانو يوې ډلې يو جومات په ګيره کې اخستى.
دهند داترپرديش رياست دغازي پور په ګهمار نومې کلي کې دانتها خوښو هندوانو دجومات دتقدس دپامال کولو يوه ويډيو په ټولنيزه ميديا وايرل شوې ، دپاريدلو هندوانو دغه ډله کې شامل کسان نه يواځې دا چې د”جى شري رام” نعرې وهي بلکې دجومات دپاڅه خيژي او دغلته رقص هم کوي.
دهند دلکهنو سيمې سره تعلق لرونکې يوې ټولنيزې کارکوونکې عظم پروين دغه ويډيو پخپل ټويټر اکاؤنټ شريکه کړې او ليکلي يې دي دغه پېښه په 2م اپريل مخې ته راغلې کله چې دبهارتي جنتا پارټۍ( بي جى پي) پخواني ايم ايل اى سنيتا سنګهـ يوه ريلي ويستلې وه.
عظمي پروين ويلي په پيل کې ويل کيدل چې دغه ويډيو دراجستهان دکراولي سيمې ده چرته چې دفرقه ييزې نښتې اطلاعات دي، خو دګهمار کلي يو تن عظمي ته ويلي دغه ويډيو دکراؤلي نه بلکې دهغوي دکلي ده.
عظمي ويلي دويډيو په اړه معلومات ورکوونکى تن يو زده کوونکى دى او دومره ويريدلى چې خپله پيژندګلو يې څرګندول نه غوښتل.
دعظمي پروين له مخې په ګهمار کلي کې مسلمانان ډير په کم شمير کې دي، هغوي ددې پېښې په اړه دمعلوماتو ورکولو څخه ويريدل او څوک هم دملزمانو په ضد دشکايت درج کولو لپاره مخې ته نه دي راغلي، وروستو دملزمانو په ضد ايف ايي ار درج کړى شويدى.
عظمي ويلي په ټويټر دويډيو دشريکيدو وروستو پوليسو دجومات خواوا شته ګزمې پيل کړي، ترټولو ويرونکې خبره دا ده چې دجومات تقدس پامالولو کې ککړ کسان دعظمي په اړه هم تپوس پوښتنې کوي خو عظمي ويلي مجرمانو ته دسزا ورکړى کيدو پورې به خپل غږ پورته کوي.
دعظمي پروين په ټويټ دغبرګون ښودلو په مهال دغازي پور پوليسو ويلي دپېښې پلټنې کيږي او چې څوک پکې ککړ وي ورته به سخته سزا ورکولى شي.
دهندي ميډيا وينا ده دملزمانو په ضد وروستو ايف ايي ار درج کړى شويدى