پاکستانسیاستمهم خبرونه

مشر قاضي وايي په ظاهره دارټيکل 95 څخه سرغړونه شوې

مشر قاضي وايي په ظاهره دارټيکل 95 څخه سرغړونه شوې

 دپاکستان دمشر قاضي  ، قاضي  عمر عطا بنديال په مشرۍ کې دسترې محکمې لويې بينچ  دمرستيال سپيکر درولنګ دخپلې اندې اوريدنه کوي.

  دوزيراعظم عمران خان وکيل امتياز صديقي  پخپلو دلايلو کې ويلي  محکمې په ماضي کې دپارلمان په فعاليت کې  مداخله نه ده کړې، دمحکمې په وړاندې   معامله دايوان دفعاليت ده په کوم چې  مشر قاضي ويلي  محکمه قامي ګټې ته ګوري.

 وکيل امتياز صديقي دليل ورکړى چې   دايوان  فعاليت   دعدليې  له واک څخه بهر ده، محکمه دې پارلمان ته  پارلمان ته دخپل  ګند پخپله دصفا کولو وينا وکړي، مشر قاضي څرګنده کړه چې  دټاکنو په غږ کولو د٩٠ ورځو لپاره هيواد بې اسرې پريښودل کيږي.

 مشر قاضي له وکيل څخه پوښتنه کړې چې  دخواست کوونکو دريځ دى چې په ٢٨م مارچ  دبې باورۍ دتحريک وړاندې کيدو څخه دمخه رولنګ راتللى شو، په دې معامله به څه وايې؟ په دې دوزيراعظم وکيل وويل  مخالفو ګندونو دمرستيال سپيکر په صدارت نيوکه نه وه کړې  او مرستيال سپيکر چې دخپل ذهن له مخې څه ښه ګڼل هاغه پريکړه يې وکړه.

 وکيل امتياز صديقي دريځ خپل کړى چې دپارلمان په غونډه کې  چې مرستيال سپيکر کومه پريکړه کړې  په دې هغه  محکمې ته مسول نه دى  په کوم  چې مشر قاضي  وويل  دپارليماني فعاليت داستحقاق پريکړه به  محکمه کوي  او محکمه به پريکړه وکړي چې  تر کومه حده  فعاليت ته استحقاق ترلاسه دى.

 دوزيراعظم وکيل  وول که چرې سپيکر ته معلومه شي چې دبهرنيو پېسو مرسته شوې يا دهيواد امنيت ته ګواښ څيلمه دى نو هغه  به دقانون څخه بالا هم هيواد ژغوري، سپيکر  دخپلې لوړې سره سم غوره پريکړه کړې  او دسپيکر پريکړه دپارلمان داخلي معامله ده.

 دخپلې اندې دکيس داوريدنې په مهال دپاکستان دصدر وکيل علي ظفر دجونيجو کيس دپريکړې حواله ورکړه او وې ول  دجنيجو حکومت هم ختم کړى شوى و کوم چې محکمې غيراييني ګرځولي خو محکمې  داسمبلۍ دخاتمې وروستو اقدامات نه وو چيړلي.

په دې موقعه قاضي مظهر عالم وويل  دهغوي په وړاندې معامله دبې باورۍ ده، په اسمبلۍ کې  دبې باورۍ  وروستو رولنګ  راغلى، وکيل علي ظفر  دريځ خپل کړى چې دلته هم اسمبلي ماته کړى شوې او دټاکنو اعلان شويدى.

 مشر قاضي عمر عطا بنديال د وکيل علي ظفر  په مخاطب کولو پوښتنه وکړه چې  هغه ولې نه وايي چې ايا اييني  کړکيچ شته؟ که هر څه دايين سره سم روان دي نو اييني کړکيچ چرته دى؟

 وکيل علي ظفر وويل دهغه هم دا خواست دى چې  په هيواد کې کوم اييني کړکيچ نشته، دټاکنو  اعلان څرګندوي چې   په حکومتي اقدام کې بدنيتي نه وه.

 مشر قاضي پوښتنه وکړه چې  که داسمبلۍ اکثريت نه غواړي نو ايا وزيراعظم صدر ته سفارش کولى شي؟ قاضي اعجازالاحسن هم پوښتنه وکړه چې  که چرې اکثريتي ګوند له نظام څخه لرې شي نو څه به کيږي؟ په دې وکيل علي ظفر وويل  هغه دپاکستان دصدر دوکيل په توګه  دسياسي معاملې ځواب نه شي ورکولى.

 مشر قاضي  څرګنده کړه چې په ظاهره  دارټيکل ٩٥ څخه سرغړونه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button